د جمهوررئيس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررئيس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې د هېواد جمهوررئیس پرکابل انټرکاټیننټال هوټل تروریستي برید په سختو ټکو وغانده، د پېښې د ارزولو په موخه یې د پلاوي د ټاکلو په اړه د کابینې غونډې ته ډاډ ورکړ زیاته یې کړه، د ارزونو له بشپړېدو وروسته به د یاد پلاوي راپور له خلکو سره شریک شي، دغه راز به هغه افراد چې په دې برخه کې یې بې پروایي کړې، مجازات شي.

عدلیې وزارت د قضائیه قوې د تشکیل او صلاحیتونو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه او کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته عدلیې وزارت موظف کړ، د جمهوررئیس د دویم مرستیال، د سترې محکمې رئیس، د عدلیې، ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو، د ملي امنیت لوی رئیس او لوی څارنوال په ګډون دې د جمهوري ریاست عالي مقام تر نظر لاندې غونډه کې پر یاد قانون بحث وشي.

وروسته، د ماليې وزیر اکلیل حکیمي او د تفتیش عالي ادارې رئیس، د ۱۳۹۵ مالي کال بودجې د قطعیې او تطبیق راپور غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه د ۱۳۹۵ مالي کال د بودجې په تطبیق کې هېڅ ډول سرغړونه نه ده شوی او د تفتیش عالي ادارې پایلې او ارزونې ښیي چې د ملي بودجې تطبیق  او د قطعیې حساب ترتیب کې د نورو کلونو په پرتله پام وړ پرمختګ شوی دی.

په همدې ترتیب د تفتیش عالي ادارې د ارزونو لمخې د ۲۷/۶/۱۳۹۶ نېټې پوری د ۱۳۹۵ کال او تر هغه وړاندې (۱۳۸۱ نه تر ۱۳۹۵) کلونو ټولې بقایاوې دې په بودجوي ادارو کې د عادي بودجې برخه کې مجموعي ( ۴۹۵۶۳۴۰۳۷) مبلغ څلورسوه او پنځه نوي میلیونه او شپږ سوه دري څلوېښت زره او اووه دېرش افغاني چې د مجموعي رقم په پرتله تر ۲۲سلنې زیات باقیات ښیي او د انکشافي بودجې په برخه کې په ټولیزه توګه (۹۲۵۸۹۴۰۵۰۱) نهه میلیارده او دوه سوه اته پنځوس میلیونه او نهه سوه او څلوېښت زره او پنځه سوه او یوه افغانۍ چې د باقیاتو د مجموعي رقم په پرتله تر ۷۳ سلنې زیاته تصفیه ښیي، تصفیه شوی ده، دغه راز یې د قطعیې د ښه والي په خاطر غونډې ته اصلاحي وړاندیزونه هم وکړل.

کابینې له هراړخیز بحث وروسته یاد راپور په پرنسیپ کې تائید کړ، د مالیې وزارت او د تفتیش عالي اداره یې موظفه کړه چې په یاد راپور کې شته نېمګړتیاوې اصلاح او ملي شورا ته د وړاندې کولو لپاره چمتو کړي، دغه راز یې وزارتونه او دولتي ادارې موظفې کړې چې په یوه میاشت کې دې د تفتیش عالي ادارې د موندنو په اړه خپل راپور هغې ادارې ته واستوي او د پایلې په اړه دې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست او مالیې وزارت ته ډاډ ورکړي.

وروسته د تفتیش عالي ادارې رئیس د دې ادارې ۱۳۹۷ مالي کال د ارزونې پلان غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه، په عامه سکتور کې د ارزونې پلان جوړونې موخه له زیاتو بېلابېلو ادارو څخه د خطر ارزونې پر بنسټ د ادارې تشخیص دی.

کابینې له هراړخیز بحث وروسته د تفتیش عالي ادارې د ۱۳۹۷ مالي کال د ارزونې پلان په پرنسیپ کې تائید او دا اداره یې موظفه کړه چې یاد پلان د جمهوررئیس دویم مرستیال تر نظر لاندې د مالیې او اقتصاد وزیرانو په غړیتوب کمېټه کې تصحیح او نهایي کړي.

په همدې ترتیب د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې رئیس احمد نادر نادري د (CBR) برنامې اساسي استخدام اختصاصي طرزالعمل د تعدیدل طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه د دې تعدیل موخه د تحصیلي څانګې  اړوند او نااړوندو کاري تجربو او تخصصي دندو محاسبه ، د استخدام پروسې لپاره د واقعي ضرب الاجل ټاکل، د تحریري پوښتنو او مرکې څرنګوالی او د استخدام پروسې شکایتونو ته د رسېدو څرنګوالی دی.

غونډې له هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یې موظف کړ چې یاده طرحه تصحیح او تطبیق کړي.

وروسته د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس جواد پیکار د بدخشان ولایت په خمچان دښته کې روږدو ته د ۲۰ بستریز روغتون جوړولو په خاطر د ۳ جریبه ځمکې موازي انتقال، د میدان وردګو ولایت مرکز کې د میوو د سورت او درجه بندۍ د مرکز جوړولو په خاطر د ۲ جریبه دولتي ځمکې موازي، د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ کې د څارنوالۍ ریاست ودانۍ جوړولو په خاطر د (۷۲۱،۵) متره مربع ځمکې موازي او د مزارشریف د سرې او برېښنا (کود برق) فابریکې ترڅنګ د ګازي حرارتي برېښنا دستګاه د جوړولو په خاطر مالیې وزارت ته د ۱۰۰ جریبه ځمکې موازي انتقال پیشنهاد غونډې ته وړاندې او د تائید وړ وګرځېد.

دغه راز د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس په بین المللي کچه د کرکټ بین المللي شورا په معیارونو سره حضوري چمن کې د کرکټ د اوسني لوبغالي د انکشاف او معیاري کولو په اړه د ښارجوړولو وزارت، د ځمکو ادارې او د افغانستان د کرکټ بورډ ګډ وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ.

هغه وړاندیز وکړ چې د ځمکو خپلواکې ادارې په مشرۍ دې د استملاک اسنادو برابرولو  په موخه تخنیکي پلاوی او د ښارجوړولو وزیر په مشرۍ دې د اړوندو بنسټونو په ګډون د تخنیکي کمیټې د کارونو د څارنې په موخه یوه څارونکې کمېټه وګومارل شي چې په دې اړه د اجرااتو راپور د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي چې کابینې تصویب کړ.

وروسته د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب د ۱۳۹۶ کال د وږي میاشتې څخه د مرغومي تر ۱۵ نېټې د دې شرکت مالي راپور او د دې شرکت د پوروړو په اړه د کاري کمېټې راپور غونډې ته وړاندې کړ.

هغه د برېښنا شرکت د اجرااتو د ښه والي په اړه خبرې وکړې او ولایتي شورا، وکیلانو او علماو شورا سره د طلباتو د حاصلولو ګروپونو د تشکیل ، د عوایدو راټولو بهیر چټکولو او د عوایدو زیاتولو په اړه د ناستو او تفاهمونو  یادونه وکړه او وې ویل، د شرکت عواید کابو ۹۰ سلنه زیاتوالی ښیي او دا شرکت توانیدلی دی چې د اقتصادی تقاطع (Breakeven) له حالت څخه ووځي.

د برېښناشرکت رئیس څرګنده کړه، په خصوصي او دولتي برخو د دې شرکت طلبات (۱۰،۶) میلیارده افغانۍ دي چې (۴) میلیارده په دولتي برخې او (۶،۶) میلیارده افغانۍ پر خصوصي برخې دي، دغه راز یې د شرکت د طلباتو د راټولو په خاطر خپلې پیشنهادي طرحې د کابینې غونډې ته وړاندې کړې.

کابینې له هراړخیز بحث وروسته د افغانستان برېښناشرکت موظف کړ چې د عدلیې وزارت په همکارۍ د شرکت د اساسنامې پر تعدیل کار وکړي او د مشترکینو له لوری دې د صرفیې د ورکړې د ځنډ په خاطر تقنیني سند ترتیب او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په همکارۍ دې د برېښنایي ورکړې سیستم جوړ کړي.

دغه راز غونډې مالیې وزارت موظف کړ چې د برېښنا شرکت لپاره واحد حساب جوړ کړي، په همدې ترتیب وزارتونه او اداري موظف شوې چې د اړتیا وړ ودانیو له استملاک د مخه دې د هغو د برېښنا او اوبو د حسابونو پر تصفیې اقدام وکړي.

د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د بین المللي معاهدو څلور مورده مطرح کړل چې د تائید وړ وګرځيدل.