د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهور رئیس غني د وروستیو تروریستي پېښو په اړه ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د کابل خلکو ته چې په دې پېښو کې متضرر شول خپل د ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل، د خدای تعالی په دربار کې یې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او د یادو پېښو ټپیانو ته د ښې روغتیا هیله وکړه

جمهوررئیس د افغانستان ملت څخه وغوښتل چې د هېواد د وسله والو ځواکونو د ملاتړ لپاره ملي سرتاسري بسیج رامنځته کړي.

هغه څرګنده کړه: هغه افراد او ډلې چې په هېواد کې د وحشیانه تروریستي بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي، نور د هېواد په غېږ کې ځای نه لري او نابودېږي.

د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه: د سولې پروسې په اړه باید ملي اجماع رامنځته او په هغه کې د سولې حدود او چوکاټ وټاکل شي، تر څو په راتلونکي کې موثره پایلې ولري او یوازې پخلاکېدونکي افراد په دې حدودو کې شامل شي.

جمهور رئیس په ټولو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته په اشارې وویل، د افغانستان دولت د کډوالو د ابرومندانه راستنېدنې لپاره پلانونه لري، تر څو هغوی د یوې منظمې پروسې له لارې ابرومندانه خپل هېواد ته راوګرځي.

هغه زیاته کړه: په دې موخه په پام کې ده د ۱۳۹۶ مالي کال د بودجې هغه مقدار چې وزارتونو او ادارو نه دی مصرف کړی، د کډوالو د راستنېدنې او د هېواد په ښارونو کې د کار موندنې لپاره په پام کې ونیول شي.

جمهور رئیس غني د هېواد د مالي منابعو د استقلال ترلاسه کولو په لاره کې د عوایدو پر زیاتوالي ټینګار وکړ وې ویل: د هېواد ټول دولتي ارګانونه باید په سږني مالي کال کې د عوایدو پر زیاتوالي تمرکز وکړي او په خپلو لګښتونو کې د سمپا اصل رعایت کړي.

د اجنډا مطابق د افغانستان د ځمکو ادارې رئیس د بدخشان ولایت د شورابک د اوسېدونکي ۱۳ جریبه او ۳ بسوې ملکیت موازي استملاک د پیسو د ورکړې غوښتنه چې د بدخشان د۱۴. ۷ میګاواټه برېښنا مایکرو هایدل پروژې لاندې قرار لري او د في جریب ځمکې قېمت (۱۷۰۰۰۰۰) یو میلیون او اوه سوه زره افغانۍ تثبیت شوی چې مجموعي قېمت یې (۲۲۲۷۰۰۰۰) دوه ویشت میلیون دوه سوه او اویا زره افغانۍ کېږي، غونډه کې مطرح کړه چې تصویب شوه

همدارنګه د ځمکو ادارې رئیس د شورابک په ترګني کلي کې د (۱۴۸۸۰) متر مربع  دولتي ځمکې موازي انتقال او د دوه ټرانسپورټي ترمینلونو د جوړولو په موخه د بدخشان ولایت ایثارچي کلي کې د (۲۰۰۰۰) متر مربع ځمکې موازي ،  د جوزجان مرکز یتیم تاق کې د بیات پاور د اړتیا وړ ۲۵ جریبه دولتي ځمکې موازي هغه شرکت ته د اجارې لپاره  د شبرغان د ګازو د حرارتي برېښنا انرژي د تولید سټېشن جوړولو په موخه، د کشم ولسوالۍ کې د ۲۵ جریبه دولتي ځمکې موازي، د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد کې د یاد ولایت د برېښنا سب سټېشن جوړولو په موخه د (۵.۷) جریبه دولتي ځمکې موازي او د پکتیا ولایت ګردېز کې د سب سټېشن د برقي تجهیزاتو د ساتنې په خاطر د ګودامونو، اداري دفترونو او د تحویل خانو د جوړولو په موخه مالیې وزارت ته د ۱۰ جریبه موازي غونډې ته وړاندې اوتصویب شو.

د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزیر د بین المللي معاهدو پنځه مورده  غونډه کې مطرح کړل چې له هغې جملې څلور مورده تائید شول.

د کابینې غونډې د بهرنیو چارو وزارت موظف کړ چې د ملي امنیت عمومي ریاست او د ملکي هوایي چلند ادارې په همکاري د ملکي هوایي چلند ادارې اود هوایي چلند او ارتباطاتو ټکنالوژي (پکتیک) برخې همکارې موسسې تر منځ د ملکي هوایي چلند په اړه د تفاهم یادداشت د غونډې د یادونې مطابق بیاوګوري او د کابینې راتلونکې غونډې ته یې وړاندې کړي.