کابینې د دولتي لوړو زده کړو موسسو د علمي کادري غړو د معاش او امتیازاتو د مقررې طرحه په پرنیسب کې تائید کړه

کابینې د دولتي لوړو زده کړو موسسو د علمي کادري غړو د معاش او امتیازاتو د مقررې طرحه په پرنیسب کې تائید کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار مانۍ کې جوړه شوه.

په پیل کې د هېواد جمهوررئیس د کابینې غړو او  ټولو افغانانو ته د نوروز او ۱۳۹۸ لمریز کال د را رسېدو مبارکي وویله او نوی کال یې هیوادوالو ته د سولې، اقتصادي هوساینې، پراختیا او د ابادۍ کال هېله وکړه.

دغه راز جمهوررئیس داحتمالي طبیعي پېښو له امله د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر یې موظف کړ چې پېښو ته د رسېدو ۲۴ ساعته سیستم ایجاد او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د اطلاع رسونې مرکز جوړکړي.

د اجنډا مطابق د عدلیې وزیر د اجناسو او خدمتونو د سوداګریزو اعلانونو د تنظیم مقررې طرحه غونډې ته وړاندې او کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته عدلیې وزارت موظف کړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او کابل ښاروالۍ په همکارۍد یادې مقررې طرحه د کابینې د غړو اصلاحي ټکو ته په پام بیاوګوري او راتلونکو غونډو ته یې وړاندې کړي.

وروسته عدلیې وزیر تلویزیونونو ته د ډیجیټلي شبکې د خدماتو د تنظیم مقررې طرحه وړاندې کړه او کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته په پرنسیب کې تصویب او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې دا طرحه د جمهوري ریاست عالي مقام تر مشرۍ لاندې غونډه کې د مالیې وزیر، د احصائیې او معلوماتو د رئیس او په سیاسي او سیمه ییزو چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام د سلاکار په ګډون د کابینې د غړو اصلاحي نظریاتو ته په پام تصحیح او نهایي کړي.

دغه راز عدلیې وزیر د دولتي لوړو زده کړو موسسو د علمي کادري غړو د معاش او امتیازاتو د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه. یاده طرحه د دولتي لوړو زده کړو موسسو د علمي کادري غړو د بست د معاش او امتیازاتو د ټاکلو، په لوړو زده کړو وزارت کې مدیریتي وظایفو ته د یادو غړو د تشویق او دولتي لوړو زده کړو موسسو څخه د تېښتې د مخنیوي په موخه ترتیب شوی ده.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د یادې مقررې طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د لوړو زده کړو او مالیې وزارتونو په همکارۍ د کابینې د غړو اصلاحي نظریاتو ته په پام تصحیح او نهایي کړي.

وروسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس د سوري زړه لرونکو کوچنیانو د درملنې لپاره د ۱۳۹۷ ه-ش کال د حاجیانو د بسپنې د لګښت راپور غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه له یادو پیسو څخه د هېواد دننه او بهر روغتونونو کې د سوري زړه لرونکو ۱۸۲ کوچنیانو درملنه شوی ده.

نوموړي دغه راز په ۱۳۹۸ کال کې بیت الله شریف ته تلونکو حاجیانو څخه له درې زرو څخه تر پنځو زرو افغانیو د مرستې ټولولو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې حساب ته د لېږد غوښتنه هم له غونډې سره شریکه کړه.

د کابینې غونډې د حاجیانو د مرستې د مصرف راپور د تائید ترڅنګ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت موظف کړ چې په ۱۳۹۸ کال کې له هر هغه حاجي څخه چې د لومړي ځل لپار بیت الله شریف ته سفر کوي ۱۰۰۰ افغانۍ او هغوی چې تر یو ځلې زیات سفر کوي ۵۰۰۰ افغانۍ د مرستې په ډول راټولې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې حساب ته انتقال کړي.

دغه راز د کابینې غونډې د نوښت په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار موظف کړ چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ د سوري زړه لرونکو کوچنیانو د درملنې لپاره د مرستو د راټولولو په موخه خپلې نوې طرحې او نوښتونه ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

وروسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس او سکرتر جنرال د هیواد داخل کې د روغتونو په ځانګړي ډول د سوري زړه لرونکو ناروغانو د درملنې لپاره د خصوصي سکتور روغتونونو د ظرفیت لوړولو په خاطر د انګېزې د ایجاد د څرنګوالي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

کابینې د یادې طرحې د تائید ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې ټولنه موظفه کړه چې د عامې روغتیا وزارت او د نوښت په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار په همکارۍ د طرحې مالي بُعدونه وارزوي او د عمل پلان یې ترتیب او د ظرفیتونو د ایجاد په خاطر یې له هېواده بهر افغانانو طبي ټولنو سره تفاهم وکړي، دغه راز دې د جمهوري ریاست د عملیاتي او حمایوي ادارې سره د کم لګښت په پام کې نیولو سره د دې برخې د هغو متخصصینو د اوسېدو ځای د اسانتیا لپاره چې له بهر څخه رابلل کېږي د استوګنې ځای د جوړولو په خاطر لازمه هماهنګي وکړي.

وروسته د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ له ارغندي څخه د لوګر ولایت تر سرحد پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي د تمدید پروژې په مسير کې د پایو د نصبولو ځای د استملاک او د اشخاصو د ملکیتونو ( ودانیو، ونو او ځمکه) جبران خساره د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست، د کندهار ښار په دویمه ناحیه کې د سړک جوړولو لپاره د خان محمد نومي د ملکیت د (۹,۱۵۶) متره مربع ځمکي موازي استملاک او ځمکې د بیې د تصویب غوښتنه د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې عمومي رئیس، د وزیر محمداکبر خان د بدیل سړک د مسیر (بي بي مهرو نه تر قلعه موسی) د ودانیو او د هغې د قیمت ګذارۍ لایحه د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې سرپرست غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تصویب کړه.

دغه راز په غونډه کې د انټرنیشنل الکوزي شرکت د غیر الکولي مشروباتو تولیدي فابریکې ترڅنګ د ملي امنیت عمومي ریاست اړوند د (۱۵۹۸) متره مربع ځمکې د پېرلو په خاطر د دې شرکت غوښتنه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت معین غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تصویب کړه.

په همدې ترتیب د ښارجوړولو معین د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د پخته طلای سفید افغان فابریکې ملکیت له شنې ساحې څخه صنعتي ساحې ته د ۱۰ جریبه ځمکې د موازي تعدیل او په ځانګړي ډول د دغه پارک د لومړي، دویم او دریم فاز  سیمې غونډې ته وړاندې کړې.

کابینې د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د پخته طلای سفید افغان فابریکې ملکیت له شنې ساحې څخه صنعتي ساحې ته د ۱۰ جریبه ځمکې د موازي تعدیل او د دغه پارک د لومړي، دویم او دریم فاز سیمې تصویب کړې.

په همدې ترتیب د ښارجوړولو او ځمکو وزارت معین د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د زېربنایي تاسیاتو لکه روغتون، هنګر، د استوګنې د بلاکونو، بڼ، د ښوونکو د ښارګوټي، د غله جاتو د ستراتېژیکو زېرمو د ګدام، پوهنتون، د ښاري انکشافي پلان د تطبیق او نورو مواردو په اړه د ځمکې ۱۶ مورده لېږد غونډې ته مطرح کړ چې کابینې تصویب کړ.

د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزیر د بین المللي معاهدو ۱۰ مورده غونډې ته وړاندې کړل چې کابینې تائید کړل.#