د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونده جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونده جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن ماښام په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه او د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت په کې وارزول شو.

په دغه غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه هم حضور درلود چې په پيل کې د وسله‌والو ځواکونو ټولو شهیدانو په تېره بیا د وروستیو پېښو شهیدانو ته دعا وشوه او ټپیانو او د هغوی کورنیو ته په رسیدګۍ ټینګار وشو.

امنیتي او دفاعي مسوولانو په فراه، فاریاب، کندز، روزګان او غزني ولایتونو کې د امنیتي تدابیرو د نیولو په اړه راپور ورکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپل ټول توان د دښمن د ځپلو او د هغوی د شومو پلانونو د دفع کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

ملي امنیت شورا پرېکړه وکړه چې په دغو ولایتونو کې د دښمن د نابودلو په خاطر باید د پراخو عملیاتو پلان ونیول شي او پوځي ځواکونه دې تر پخوا لا زیات پياوړي شي.

غونډې په غزني ولایت کې د رامنځته شوې شخړې د حل په موخه د سترامنیتي معین جنرال مرادعلي مراد په مشرۍ د لېږل شوي پلاوي کار مثبت وارزاوه او د هغه قدرداني یې وکړه او پرېکړه وشوه چې یاد پلاوی دې خپل مفصل راپور ملي امنیت شورا ته وسپاري.

په پای کې تروریزم سره په مبارزه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ، زړورتیاوې او هڅې وستایل شوې.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0