جمهوررئیس غني: د فاریاب د امنیت ټینګښت د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی

جمهوررئیس غني:  د فاریاب د امنیت ټینګښت د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر په ارګ کې د توحید ملي مرکز څخه د ویډیويي کنفرانس له لارې د فاریاب ولایت د ملکي او نظامي مسوولینو سره خبرې  وکړې.

په دغه ویډیويي کنفرانس کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د امنیتي ارګانونو یو شمېر مسوولینو هم حضور درلود، د فاریاب والي او د دغه ولایت ملکي او نظامي مسوولینو او دغه راز د  ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان د یاد ولایت دعمومي امنیتي وضعیت په اړه جمهوررئیس ته راپور وړاندې کړ او خپلې ستونزې او وړاندېزونه یې ورسره شریک کړل.

په پیل کې د  ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان تورنجنرال امان الله مبین د دې ولایت د امنیت د ښه والي په خاطر د فاریاب ولایت امنیتي وضعیت، پلانونه او اقدامات تشریح کړل.

وروسته د فاریاب والي همایون فوزي، د ښې حکومتولۍ، زېربینایي پروژو، پوهنې او د دې ولایت د عوایدو د زیاتوالي په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

په دې ویډیويي کنفرانس کې اجرائیه ر ئیس وویل، د یادو امنیتي راپورونو په اساس باید اقدامات او عملي ګامونه واخیستل شي.

جمهوررئیس د یادو مسوولینو د راپور له اورېدو وروسته وویل، د هېواد د ټولو ولایتونو په ځانګړي ډول د فاریاب ولایت امنیت د حکومت په لومړیتوبونو کې قرار لري.

جمهوررئیس غني د فاریاب ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو وغوښتل چې خپل اړوند مسایل اولویت بندي کړي او د دې ولایت د امنیتي، اجتماعي او انکشافي وضعیت د ښه والي په خاطر دې لا زیاتې هڅې وکړي.

د وسله‎وال پوځ اعلی سرقومندان په بېلابېلو برخو کې د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار وکړ وې ویل، دا لاسته راوړنې باید دوامداره وي.

جمهوررئیس ټینګار وکړ، حکومت اجازه نه ورکوي چې تروریستي ډلې په ځانګړي ډول داعش تحرکات ولري او په دې برخه کې عملي اقدمات شوي دي.

د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د ثبات ، امنیت او د حکومت د لاسته راوړنو د ساتنې په برخو کې د خلکو او امنیتي ځواکونو له ملاتړ او سرښندنو مننه وکړه. 

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0