جمهوررئیس غني د کوچیانو د ستونزو د حل په موخه لازمې  لارښوونې وکړې

جمهوررئیس غني د کوچیانو د ستونزو د حل په موخه لازمې  لارښوونې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کوچیانو د ستونزو د حل په موخه په ارګ کې غونډه جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې اړوندو مسوولینو د کوچیانو چارو د ستونزو او هغو ته د رسیدګۍ د حل په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

جمهوررئیس د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، کوچیان یو قشر نه، بلکې د ملي وحدت سمبول دی او باید ټولې هڅې وشي چې دوی په اقتصادي صنعت بدل شي.

هغه زیاته کړه: باید د کوچیانو د ژوند ابعاد تغییر ومومي او د دوی اړوندو مسایلو ته د رسیدګۍ په خاطر باید منسجمې غونډې جوړې شي، دغه راز دې د کوچیانو د مسایلو د حل په خاطر د کوچیانو اړوند د اساسي قانون مادې تطبیق او دوی ته دې د متوازن انکشاف زمینه برابره شي.

جمهوررئیس د کوچیانو ستونزو ته د رسېدنې په خاطر لارښوونه وکړه چې د کوچیانو چارو د انسجام لوی ریاست په رهبرۍ دې د وزارتونو له معینانو څخه د کوچیانو چارو د انسجام کمېټه جوړه شي، دغه راز دې د بهتره رسیدګۍ لپاره د کوچیانو د ستونزو د حل په موخه له هر وزارت څخه ارتباطي مسوول یاد ریاست ته معرفي شي.

هغه زیاته کړه: مالیې وزارت دې هرې برخې او اړوند سکتور ته مشخصه بودجه برابره کړي، پوهنې وزارت دې د کوچیانو د پوهنې د انکشاف لپاره جدي اقدام وکړي، د کوچیانو چارو د انسجام لوی ریاست ته دې د څارنې حق ورکول شي، کلیوپراختیا او اړوند وزارتونه دې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ د پیاوړتیا او صنایعو د انکشاف طرحې په تطبیق کې همکاري وکړي.

جمهوررئیس دغه راز لارښوونه وکړه، کوچیانو ته دې ملي برنامه تطبیق شي، د دوی د مالدارۍ، ابیارۍ، صنعت، پوهنې او لوړو زده کړو ستونزې دې حل او د ترانسپورټ په برخه کې دې هم له کوچیانو سره مرسته وشي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د وړیو، کشمېرې او غالیو د صنعت په برخه کې دې جدي اقدامات وشي چې دغه تولیدات په یوه معیاري صنعت بدل شي. د کوچیانو تولیدات ارزښت پیدا کړي، ترڅو ورته د پانګونې زمینه برابره شي.

د هیواد جمهوررئیس د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د روغتیا په ځانګړي ډول د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي برخې ته دې جدي پاملرنه وکړي او د هغې په راکمولو کې دې زیار وباسي.

جمهوررئیس غني د دې ترڅنګ چې اړوندو مسوولینو ته یې د کوچیانو له شورا سره په همغږۍ لارښوونه وکړه، د کوچیانو د لوړو زده کړو د زمینې په برابرولو دې هم اقدام وکړي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د کوچیانو د نفوسو د معلومولو لپاره دې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې له لورې سروې وشي، دغه راز دې د څړځایونو د ځمکو سروې چې دا مهال تر کار لاندې ده، چټکتیا پیدا کړي.#