د جمهوررئیس غني په مشرۍ دملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ دملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن ماښام د ملي امنیت شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

لومړی د سرپل، کندز، ننګرهار، بدخشان، تخار، بغلان، کندهار، زابل، ارزګان، جوزجان، فاریاب او غزني ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو او د یادو ولایتونو د امنیتي حالت د ښه والي په خاطر اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښونې وشوې.

وروسته د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د رامنځته کېدو  په اړه غونډې ته وړاندیز وکړ.

د ملي امنیت شورا غونډې په دې اړه له هراړخیز بحث وروسته یاد وړاندیز تایید کړ.

ورپسې غونډې د پروان ولایت د امنیتي وضعیت ترڅنګ د دغه ولایت د زندان او توقیف خونو وضعیت او دغه راز د کابل د پلڅرخي زندان وضعیت و ارزاوه او اړوندو ارګانونو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

په همدې ترتیب غونډې په تېرو اوو میاشتو کې د ځواکونو د مقایسوي احضاراتو راپور او له تېر کال سره د هغه پرتله کول وارزول او په دې اړه لازمې لارښوونې وشوې.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0