د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو سره مشورتي ناسته وشوه

د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو سره مشورتي ناسته وشوه

له سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو سره د مشورتي ناستو په لړ کې، د مهمو ملي او بین المللي مسایلو په اړه نن ماښآم په ارګ کې ناسته وشوه.

په دې ناسته کې چې یو شمېر سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو حضور درلود، جمهور رئیس غني د ګډون کوونکو له حضور څخه په مننې هغوی ته ښه راغلاست ووایه او د حکومت دریځ څخه د ملاتړ د اعلان او په مهمو ملي او بین المللي مسایلو کې د غږ لوړولو په خاطر یې له هغوی څخه مننه وکړه.

وروسته سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو خبرې وکړې او د دې ترڅنګ چې د دغه وړ ناستو جوړول یې ګټور وبلل، د بیت المقدس د په رسیمت پېژندلو او دې ښار ته د امریکا متحده ایالتونو د سفارت د انتقال  په اړه یې د افغانستان حکومت د واضح او پر وخت دریځ نیولو هرکلی وکړ، وې ویل: د ملي یووالي حکومت دریځ د افغانستان د خلکو او اسلامي نړۍ د لیدلوري انعکاس کوونکی دی.

هغوی څرګنده کړه، دا چې د افغانستان حکومت په ملي او بین المللي کچه د مسلمانانو د حقونو د ملاتړ په موخه د ملي او اسلامي وجیبې په توګه خپلو کوښښونو ته ادامه ورکوي او د افغانستان د خلکو ښه استازیتوب کوي، قدرداني یې کوو.

 د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې اړه وویل: د ملګرو ملتونو، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او د ټولو بین المللي بنسټونو په ناستو کې د افغانستان حکومت دریځ په دې اړه واضح دی او موږ د خپلو خلکو لیدلوري ته انعکاس ورکوو.

جمهور رئیس غني د دې ناستې په پای کې یو ځل بیا د سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو له ګډون څخه د مننې په څرګندولو وویل: نن د نړۍ مسلمانانو ته سخته ورځ ده او موږ باید د دې هېواد د مسوولینو او رهبرانو په توګه له پوره تدبیر څخه کار واخلو او پرېنږدو چې د افغانستان دښمنان له دې وضعیت څخه ناوړه ګټه واخلي.

جمهور رئیس غني وویل: زموږ د خلکو ترمنځ پوره سیاسي او اجتماعي اجماع وجود لري او حکومت په ټولو بین المللي ناستو کې د افغانستان د خلکو د ملي او اسلامي هویت استازیتوب او دفاع کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0