جمهور رئیس غني د هالنډ لومړي وزیر سره وکتل

جمهور رئیس غني د هالنډ لومړي وزیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی  پرون ماښام د هالنډ لومړي وزیر مارک رټ سره په پلازمېنه بروکسل کې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو، د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې د پروسې، اوربند، د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د هالنډ لومړي وزیر وویل، هېواد یې چمتو دی چې د اوبو د مدیریت او حرفوي زده کړو په برخه کې د افغانستان حکومت سره هر ډول همکارۍ وکړي.

جمهور رئیس غني له افغانستان سره د هالنډ د له تېرو ملکي او نظامي همکاریو څخه په مننې له افغانستان سره د اوبو د مهارولو په برخه کې د همکاریو چمتووالي ته د هالنډ د لومړي وزیر قدرداني وکړه.

شریک کولShare on Facebook10Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0