جمهور رئیس غني : نن د فضا د هغه  بدلون لیدو ته راټول شوي یوو چې هنر په کې د جنګ او تاوتریخوالي پر وړاندې ولاړ دی

جمهور رئیس غني : نن د فضا د هغه  بدلون لیدو ته راټول شوي یوو چې هنر په کې د جنګ او تاوتریخوالي پر وړاندې ولاړ دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې لپاره د هنر ګالرۍ مراسمو کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوي و، ګډون او وینا وکړه.

جمهوررئیس نوښتګر انسان د دولت او مدني ټولنې د تشبث نښلوونکې کړۍ وبلله او له خالد دیاني او زهرا دیاني څخه یې د نوښتګرو په توګه مننه وکړه چې د خصوصي سکتور ساحه کې یې په رضاکارانه مدني فعالیتونواو دولت کې په فعالې ونډې سره تشبث سره یو ځای کړل .

جمهوررئیس هیله څرګنده کړه چې هیڅ افغان ځان له یوې ساحې پورې محدود نه کړي، بلکې څو بعدي فکر وکړي. هغه زیاته کړه، تاوتریخوالي موږ احاطه کړو، مګر د افغان فکر هیڅ وخت د خشونت تابع  نشو.

هغه زیاته کړه، نن د فضا د هغه  بدلون لیدو ته راټول شوي یوو چې هنر په کې د جنګ او تاوتریخوالي پر وړاندې ولاړ دی او دا پیغام ورکوي چې جنګ نه، بلکې تلپاتې سوله د حل لاره ده او په دې برخه کې موږ ابتکاري فکر ته اړتیا لرو.

د هیواد جمهوررئیس وویل، وهل شوې لارې نتیجه نه ورکوي، هغه لاره انتخاب کړئ چې نورو نه ده انتخاب کړې. ابتکاري لاره خطر لري، اما په عین حال کې یې پایلې په مراتبو زیاتې دي. هیله ده چې ستاسو نسل د سولې برخه کې نوښتګر نسل اوسئ.

محمداشرف غني وویل، مسئول وطندارخپله دنده دولت، خصوصي سکتور او مدني ټولنې ته نه انتقالوي، بلکې ځان مسوول ګڼي او خپل شهروندي حقونه جدي نیسي. د شاهي او دیکتاتوري رژیمونو برعکس د جمهوریت او اساسي قانون مالکیت د خلکو دی او د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړی درجه مالکیت د افغانستان د مسوولو شهروندانو دی.

د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس الهام عمر هوتکي خصوصي سکتور، ملي تدارکاتو او د دوی د کارکوونکو د لاسته راوړنو د ملاتړ له امله د جمهوررئیس مننه وکړه. هغه وویل، د جمهوررئیس په پاملرنه چې له هیواد څخه د جنګ د پاتې شونو او کباړ مخه ونیول شوه، نو له برکته یې څو فابریکې جوړې او داخلي تولیداتو ته ۲۵ سلنه ارزښت ورکول کېږي.  

نوموړي د جنګ له پاتې شونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د خالد دیاني د هنر، مهارت او هلو ځلو د ستاینې ترڅنګ په هیواد کې د جنګ پاتې شونو څخه د سولې او جمهوریت دېوال د جوړولو په ګډون په بهر کې د نوموړي د کړنو او هلو ځلو یادونه وکړه.

وروسته د جمهوررئیس غني په ګډون د کابینې غړو، دولتي اراکینو او د بهرنیو هیوادونو سفیرانو او کورډيپلوماتیک استازو د دلګشاماڼۍ د ساعت برج ترڅنګ د سولې لپاره د هنر ګالرۍ نندارتون ننداره کړ.

خالد دیاني او زهرا دیاني د مراسمو ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د جمهوررئیس پاملرنې څخه په مننې د خپل هنر، کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، د جنګ له پاتې شونو څخه د ګټه اخیستنې هنر د لا ځلولو لپاره هلې ځلې کوي او سوله یې یوازینۍ غوښتنه ده.