د چغچران – گردن دیوال سړک د دویم فاز او د بامیان-میدان وردک سړک دکاري پرمختګ څرنګوالی وارزول شو

د چغچران – گردن دیوال سړک د دویم فاز او د بامیان-میدان وردک سړک دکاري پرمختګ څرنګوالی وارزول شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د چغچران – گردن دیوال سړک د دویم فاز او د بامیان-میدان وردک سړک د کاري پرمختګ د څرنګوالي د ارزولو په موخه غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې نن مازدیګر په ارګ کې وشوه، په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مسوولینو د یادو سړکونو د کاري پرمختګ، ستونزو او موجوده ننګونو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د کاري پرمختګ جریان د قناعت وړ  ونه باله او د موجوده ستونزو د بېړني حل په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د یادو سړکونو د استملاک ستونزې حل دې چټک او د وزارت په کاري لومړیتوب کې راشي. هغه زیاته کړه، د ټولو هغو موضوعاتو د حل لپاره دې چې د کاري بهیر د ځنډ لامل ګرځېدلي، عاجلې حل لارې په پام کې ونیول شي.

د غونډې په پای کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت پر وخت د رامنځ شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د دغو سړکونو د کاري بهیر چټکتیا به د یاد وزارت کاري لومړيتوبونو کې راشي.