جمهور رئيس غني له مېرمن الیس ویلز سره وکتل

جمهور رئيس غني له مېرمن الیس ویلز سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې مېرمن الیس ویلز سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د ښې حکومتولې او خودکفایي ته د رسېدو په موخه د امریکا ملکي مرستو ته د بیا کتنې په اړه چې په دې وروستیو کې جمهوررئیس غني په یوه لیک کې جمهوررئیس ټرامپ ته وړاندیز کړی و، بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه جمهوررئیس غني او مېرمن ویلز د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو، د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو او پایلو او پر ټاکلي وخت د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو د ارزښت په اړه بحث وکړ.