جمهوررئیس غني: له ښځو سره تبعیض زموږ فرهنګ نه دی

جمهوررئیس غني: له ښځو سره تبعیض زموږ فرهنګ نه دی

د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د ملي شورا له ښځينه استازو او سناتورانو سره وکتل.

په دې کتنه چې په ارګ کې ترسره شوه ، د هېواد لومړۍ مېرمن هم په کې حضور درلود، لومړی راضیه سادات منګل او کبرا مصطفوي د ولسي جرګې او صدیقې بلخي د مشرانو جرګې د ښځينه غړو په استازیتوب خبرې وکړې او له جمهوررئیس څخه د مننې ترڅنګ یې په بېلابېلو برخو کې د ملي یووالي حکومت د برنامو او بهرني سیاست څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

وروسته جمهوررئیس غني هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، له تاسې سره به دا ډول ناستې دوام ولري. هغه زیاته کړه، زموږ ټولنه باید د افغان مېرمنو وړتیاوې درک کړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، له ښخو سره تبعیض زموږ فرهنګ نه دی او هیڅکله هم په تصمیم نیولو کې افغان مېرمنې له نارینه‎و جلا نه دي.

محمداشرف غني وویل، اوسمهال شپږ تنه ښځې په بېلابېلو بهرنیو هېوادونو کې د سفیرانو په توګه دنده ترسره کوي او هیله لرم د دولت په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د لا زیات رول په برابرولو کې همکاري وکړئ.

هغه زیاته کړه: ډاډ درکوم چې د ښځو رول او مشارکت به ورځ تر بلې زیات شي او د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې قاطع اراده لري.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د ښځو اساسي رول باید په اساسي ډول تغیر وکړي، ځکه له دې مه واره د هېواد  پرمختګ ناممکن دی.

محمداشرف غني د افغانستان حکومت د بهرني سیاست په اړه وویل، موږ له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو سره ښې او دوستانه اړیکې لرو او له یوه ګاونډي سره د خبرو په حال کې یوو.

جمهوررئیس وویل، غاصبینو سره به د هېواد د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو پر اساس چلند وشي. هغه زیاته کړه په ټولو برخو کې به اصلاحات رامنځته شي او یو کوچنې اقلیت زموږ د اصلاحاتو پر وړاندې نشي مانع کېدلی.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې  د ملي شورا ښځينه وکیلانو او سناتورانو څخه د حکومت د برنامو د ملاتړ له امله مننه وکړه وې ویل: د هېواد ښځو ته ډاډ ورکوم، تر هغې چې زه دا مسوولیت لرم د ښځو پر حقونو به معامله ونشي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0