په جلال اباد ښار کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په خواشینۍ سره ترهګروطالبانو د خپلو جنایتونو په دوام نن یو ځل بیا د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې په بېزاکمالاتي سیمه کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس ددغه وحشیانه او بشریت ضد عمل د سخت غندلو ترڅنګ وویل،طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې د بېګناه افغانانو له وژلو دریغ نه کوي او نه هم په هیواد کې د سولې او ثبات د تامین اراده لري.

د هیواد جمهوررئیس وویل طالبان او د دوی ملاتړي به د دغه ‌‌‌‌‌‌ډول وحشتونو له لارې خپلو شومو موخه ته ونه رسېږي او نه به هم پر روښانه راتلونکي زموږ د خلکو ټينګ باور کم کړي.

جمهوررئیس غني د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بېړنۍ روغتیا دعا کوي.#