دجمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

دجمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د باریک‎آب صنعتي او زراغتي پارک د نمرو د وېش د طرزالعمل، د کرنې په برخه کې د خصوصي سکتور د ستونزو، له ساختماني توکو څخه د استفادې موافقه لیک او دغه راز د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د مالګې کان د بیاځلي داوطلبۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.

لومړی د باریک‎آب صنعتي او زراعتي پارک د نمرو د وېش طرزالعمل د پایتخت زون د انکشاف خپلواکې ادارې یوه مسوول غونډې ته وړاندې کړ.

نوموړي د ځمکې د وېش د مرحلو او شرایطو، حفظ و مراقبت او پایتخت زون انکشاف ادارې د مکلفیتونو، په باریک‎آب صنعتي او زراعتي پارک کې د ځمکې او ادارو د ترلاسه کوونکو او دغه راز په یاد پارک کې د نمرو د وېش د سند او موافقتنامې په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا، د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفی مستور، د ملي تدارکاتو ادارې لوی رئیس الهام عمر هوتکي، د افغانستان برېښناشرکت رئیس امان الله غالب، د ځمکو خپلواکې ادارې لوی رئیس جواد پیکار، د افغانستان بانک رئیس خلیل احمد صدیقي، د ولسي جرګې استازي عبیدالله رامین او د صنعتکارانو د اتحادیې رئیس شېرباز کمین زاده سوداګرو ته د ځمکې د وېش د پروسې د ساده کولو، د باریک‎آب صنعتي پارک مدیریت او د هغه لپاره د برېښنا انرژۍ د تامین، په یاد پارک کې د کوچنیو متشبثینو لپاره د ځای په نظر کې نیولو او له دې پارک څخه په موقع د استفادې په اړه مفصلې خبرې وکړې.

وروسته جمهوررئیس غني په دې اړه خبرې وکړې وې ویل، د صنعتي پارکونو مسوولیت سوداګرۍ وزارت پورې اړه لري او دا وزارت باید د صنعتي پارکونو لپاره پالیسي چمتو کړي، د ځمکو خپلواکه اداره او خصوصي سکتور دې په دې برخه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره کار وکړي. هغه وویل، د صنعتي پارکونو حقوقي مقام باید تعریف شي، حقوقي ستونزې یې حل او د واکونو تفکیک یې باید وشي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، په دې طرزالعمل کې دې د انتقال صلاحیت او څارنې مسئله د سوداګرۍ وزارت کې ځای کړل شي او د خصوصي سکتور د معقول مدیریت په اړه دې بحث وشي. هغه د ځمکې د وېش د پړاونو د بشپړولو پر ساده کولو ټینګار وکړ.

په مالي او بانکدارۍ چاروکې دجمهوررئیس سترسلاکار اجمل احمدي د خصوصي سکتور په اړه خبرې وکړې وې ویل، په هره غونډه کې د یوه سکتور ستونزې ارزول کېږي او روانه غونډه کې د کرنې د سکتور په اړه بحث کېږي.

هغه وویل، د هېواد ۶۰ سلنه وګړي د کرنې په سکتور کې فعالیت کوي او  اړوند وزارتونه باید د کرنیزو محصولاتو واردات راکم کړي، ترڅو زموږ کروندګر له خپلو محصولاتو څخه زیاته ګټه ترلاسه کړي.

وروسته د سوداګرۍ او صنایعو وزارت استازي د کرنې په برخه کې د خصوصي سکتور ستونزې چې د کرنې سکتور د ودې لپاره د حمایوي پالیسۍ، د کرنیز بانک او پورونو، د اوبو د کموالي، د اصلاح شویو تخمونو، د ماشینرۍ، د سړو خونو، د لابراتوار، د بسته بندۍ د سیستم او د تولیداتو لپاره د مارکېټ نشتوالی په کې شامل دي، غونډې ته وړاندې کړې.

وروسته اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، د سوداګرۍ او صنایعو او د مالیې وزیرانو، د اقتصاد وزارت سرپرست، کمین زاده، ډاکټر نقیب الله فایق او قدرت الله ذکي په دې اړه خبرې وکړې او د مارکېټ د جوړېدو، د صادراتو د ملي ستراتیژۍ، د کرنیزو وارداتي مصرفي توکو د کموالي، د کرنیزو دقیقو سرچینو د ارزونې او د لابراتوار واحد مرکز په اړه یې خپل  لیدلوري او نظرونه وړاندې کړل.

جمهوررئیس غني په دې اړه خبرې وکړې او د خصوصي سکتور څخه یې دستونزو د واضح تشخیص له امله مننه وکړه. هغه زیاته کړه د سیمې د هېوادونو بازارونه د افغانستان د صادراتو لپاره پرانیستي دي او د هېوادونو د ریل پټلۍ په تعرفو کې به کموالی راشي.

جمهوررئیس وویل، د سړو خونو په جوړېدو باید زیات کار وشي چې کرنیز محصولات ضایع نشي او د ځمکې بانکونه دې په هر ولایت کې جوړ شي، ترڅو د ځمکو اندازه مشخصه شي.

وروسته د کانونو او پترولیم وزارت یوه مسوول د کانونو او پترولیم، فوایدعامې، کلیو پراخیتا، انرژۍ او اوبو وزارتونو او کابل ښاروالۍ ترمنځ له ساختماني موادو څخه د استفادې موافقه لیک غونډې ته وړاندې کړ.

هغه وویل، د اقتصاد عالي شورا د مصوبې په اساس د کانونو او پترولیم وزارت موظف شوی چې له اړوند وزارتونو سره په همکارۍ له ساختماني موادو څخه د مناسبې استفادې او د سړک جوړولو او د ساختماني تاسیساتو پر جوړولو د حق الامتیاز اخیستلو د اغېز طرحه جوړه کړي، ترڅو د هغې په اساس له ساختماني موادو څخه استفاده وشي.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د کانونو او پترولیم، فوایدعامې، کلیو او پراخیتا، انرژۍ او اوبو وزارتونو او کابل ښاروالۍ ترمنځ له ساختماني موادو څخه د استفادې موافقه لیک تصویب کړ. دغه راز د کانونو او پترولیم وزارت ته لارښوونه وشوه چې د ساختماني موادو د موجودیت په اړه دې سرتاسري نقشه چمتو او د فوایدعامې او ښارجوړولو وزارتونو په واک کې دې ورکړي.

د غونډې په پای کې د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د مالګې کان د تجدید نظر په اړه راپور غونډې ته وړاندې او وړاندېز وشو چې د یاد کان قرارداد دې له ۲۵۰۰ ټنو څخه ۲۵۰۰۰ ټنو ته د کلني استخراج حجم په زیاتولو سره وشي. غونډې له هراړخیز بحث وروسته یاد پېشنهاد تائید کړ.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0