د افغانستان په اړه تاشکند کنفرانس (د سولې پروسه، امنیت او سمه‌ییزه همکاري) کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني د وینا ژباړه

د افغانستان په اړه تاشکند کنفرانس (د سولې پروسه، امنیت او سمه‌ییزه همکاري) کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني د وینا ژباړه

تاشکند، ازبکستان

۱۳۹۷ کال د وري ۷ | ۲۶ مارچ ۲۰۱۸

[له ازبکي ژباړه:]

قدرمن ورور جمهوررئیس میرضیایف، سیمه‌ییزو او نړیوالو مېلمنو!

ډېر خوښ یم، چې یو وار بیا د ازبکستان د جمهوررئیس، دوست او ورور شوکت میرضیایف مېلمه یم. موږ د تاریخي هېواد د مېلمه پالو خلکو قدرداني کوو. د سولې پروسې، د سیمه‌ییزې او په امنیتي برخه کې همکارۍ تر عنوان لاندې د افغانستان لپاره د تاشکند نړیوال کنفرانس د ترسره کولو له امله د ازبکستان له حکومت مننه!

پوهېږم، چې دا کنفرانس د افغانستان خلکو ته هیله ورکوي، ډېره مننه!

[له انګلیسي ژباړه:]

جلالتمآب جمهوررئیس میرضیایف [د ازبکستان جمهوررئیس]، مېرمن موگریني، د پلاویو محترمو رئیسانو، ښاغلو او آغلو!

تاسو ټولو ته ښه راغلاست وایم. په تاشکند کې د اوسنۍ ناستې د سخاوتمندانه کوربه توب له امله له جمهوررئیس میرضیایف مننه کوم. د ولسمشرۍ پر مهال مې ازبکستان ته له سفرونو ډېر خوښ یم او له تاسو جناب جمهوررئیس سره، د دوه اړخیزه ګټو ترلاسه کولو په موخه زموږ د هېوادونو ترمنځ د لا زیات اتصال لپاره کار کول ډېر ارزښتناک او ګټور دي. دا چې کابل پروسه مو د همکاریو او همغږۍ په یوه اصلي فورم بدله کړه او همدا راز د نن سهار له قاطع او رغاونکي تحلیل څخه مو مننه کوم.

غواړم، په روسیه کې په دردناک ډول د خلکو د مړینې له امله د روسیې خلکو او د روسیې بهرنیو چارو وزیر لاوروف ته د همدردۍ مراتب وړاندې کړم [په روسیه کې د اورلګېدنې پېښې ته اشاره ده]. همدا راز غواړم اوسنۍ ناسته هغوافغان ملکیانو او نړیوالو همکارانو ته د څو شېبو چوپتیا په درناوي پیل کړم، چې په ترهګریزو بریدونو کې قرباني شوي دي.

[لس ثانیې چوپتیا]

له تاسو مننه. هغوی چې په دې جګړه کې یې پرېمانه قربانۍ ورکړې دي، باید تل زموږ په ذهنونو کې ځای ولري؛ دا ځکه چې موږ د سولې او ثبات پر لور روان یوو. د هغې ترهګریزې پېښې موخه، چې د نوي کال د خوښیو پر مهال رامنځته شوه، که چېرې سولې ته د رسېدو لپاره زموږ د هڅو د منحرفولو لپاره وي، هېڅ بري ته به ونه رسېږي. د سولې په اړه زموږ د ملي اجماع د قوت په اړه قضاوت، د هغو هلمنديانو په ځواب کې چې د سولې په شعار یې منار جوړ کړ او د سولې لپاره یې ګذشت وښود، لیدلی شئ. که  ځانمرګوبریدونو موږ له یوې خوا وځپلو، خو له بلې خوا دلته د راټولېدو او زموږ د نننۍ ناستې لومړیتوب او موخه دا ده چې باید له شته ټولو وسایلو استفاده وکړو، څو یوې سوله ییزې حللارې ته ورسېږو.

د نړیوالې ټولنې له ټولو قدرمنو رهبرانو مننه چې نن دلته راټول شوي یاست. داسې مهال چې موږ د سولې په پروسه کې یو بل ګام مخ پر وړاندې ځو، زموږ د ګډو ستونزو لپاره د ګډو حللارو ترلاسه کولو لپاره ستاسو رهبري او ژمنتیا ډېره اړینه ده.

د ۲۰۱۸ کال د فبروري په اته ویشتمه کابل کنفرانس، په افغانستان کې جګړې لپاره د یوې سیاسي حللارې موندو په موخه د ملي وحدت حکومت او زموږ د نړیوالو همکارانو ترمنځ بشپړه همغږي ښیي. موږ له خپلو همکارانو په ځانګړي ډول د آيساف او غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د متحده ایالتونو له ځاني او مالي قربانیو او طالبانو ته زموږ د سولې د هر اړخیزو وړاندیز د ملاتړ له امله مننه کوو. موږ نن دلته راټول شوي یوو، څو په افغانستان او سیمه کې د روانې نا امنۍ د پای ته رسولو لپاره یوې سوله ییزې حللارې ته د رسېدو په موخه، چې هماغه د سولې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع جوړېدل دي، د خپل سفر دویمه مرحله پیل کړو.

د دې ترڅنګ چې د ترهګرۍ ګډ ګواښ موږ سره متحد کړي یوو، د سیمه ییز اتصال او سیمه‌ییزې همکارۍ له لارې ګډ فرصتونه هم شته دي. نن به د دواړو په اړه خبرې وکړم.

زموږ اقتصادي او سیاسي راتلونکی په متقابل ډول، هغه اجزاء دي، چې په سیمه کې دوامداره سوله، امنیت، ثبات او هوساینه غښتلې کوي.

اجازه راکړئ د «اتصال» په موضوع وغږېږم.

سیمه ــــــ آسیا یا په لا صحیح ډول اوراشیا ـــــ د تاریخ په اوږدو کې د یوې نادرې «پرانستې شېبې» د تجربه کېدو په حال کې ده. موږ چانس لرو، څو د تاریخ لوری پخپله ګټه بدل کړو. دا ډول شیبې نادرې دي؛ دا ځکه، ډېر وخت چې واقع شوې دي، رهبرانو یې اهمیت له پامه غورځولی او له چانسونو یې استفاده نه ده کړې.

په دې شېبه کې پام اړونکې موضوع دا ده، چې کولای شو د آسیا براعظمي اقتصاد ظهور په څرګند ډول ووینو. د تاریخ په اوږدو کې آسیا د اتصال حوزې په توګه پاتې شوې؛ خو دا موضوع تر ډېره د یوه همپالي اقتصاد پر ځای د یوې مفکورې په توګه وه. نن دا فرصت برابر شوی، څو (آسیا) په یوه براعظمي اقتصاد بدله شي؛ موږ د دې کار د ترسره کولو وړتیا لرو. د بحري او اقیانوسي سوداګرۍ پر لارو سربېره، آسیا د وچې د سوداګریز اتصال لپاره هم یو تر ټولو غوره چانس برابروي.

زه هغه «د جغرافیې ډالۍ» نوموم. حاضر دمه، موږ ویاړو، چې ستاسو او د منځنۍ آسیا حوزې د نورو رهبرانو د هڅو په برکت موږ د منځنۍ آسیا په نه جلا کېدونکي جز بدل شوي یوو. د افغانستان په ګډون منځنۍ آسیا د وچې تر ټولو لنډه لار ده، چې له لارې یې کولای شو د آسیا هر ځای ته له هغې ډلې ختیځ، شمال، سوېل، لویدیځ او برعکس تګ راتګ وکړو. هغه څه چې په همدې کچه اهمیت لري دا دي، چې افغانستان د زرګونه کلونو لپاره د هند شبه قارې ته د ننوتو دروازه پاتې شوې ده. نن په ټوله نړۍ کې د انرژۍ وضعیت، د دې تاریخي جغرافیې د ډالۍ اهمیت نور هم زیاتوي. مرکزي آسیا د انرژۍ له غنیمتونو ډکه ده او سوېلي آسیا دغو سرچینو ته اړتیا لري او دلته افغانستان هغه پُل دی، چې دغه دوه حوزې له یو بل سره نښلوي.

پاکستانی شاعر علامه اقبال لاهوري، پخپل شعر کې وایي: « آسیا پیکر آب و گل است / ملت افغان در آن پیکر دل است». د آسیا په زړه کې د افغانستان موقعیت په طبیعي ډول افغانستان ته ظرفیت ورکړی، چې یو نښلوونکی وي؛ دا امر، د درک وړ یو عامل دی، چې زموږ سیمه د دې وړ ګرځوي، څو په دې شېبه کې له دې چانس څخه ګټه پورته کړي یا هم په یوه سوځېدلي پُل بدل شي، چې له یوه بله د سویلي آسیا او مرکزي آسیا د جلا کېدو لامل ګرځي. دا چې زموږ د نفوس ۷۱ سلنه یې له دېرشو کلونو کم عمر لري؛ موږ، یعنې خلک او افغان حکومت هوډمن یوو، چې د همکاریو له لارې خپله راتلونکې تضمین کړو. موږ ژمن یوو، چې په تېر بریالي شوو او له ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو او همکارانو غواړو، چې امنیت او هوساینې ته د رسېدو لپاره زموږ له متقابلو هڅو سره یو ځای شي.

نن باید موږ هغه لوری وټاکو، چې سیمه یې پر لوري رهبري کړو.

خوشبختانه، زموږ میراث د راتلونکي لیدلوري لپاره زموږ لارښود دی. سیمه ګډ میراث لري، چې د ورېښمو لارې له وخته او له هغه وړاندې راپاتې او بیاځلي د یوه لوري په توګه د یوه فکر پیلول ممکنوي.

موږ باید په راتلونکي د حاکمیت لپاره یوه اجنډا رامنځته کړو. موږ به د تېر بندیان یوو؟ یا به هغه بالقوه ظرفیت منو، چې د راتلونکې لپاره شته دی؟ که چېرې موږ دویم وټاکو، پایله به یې زموږ ټولو لپاره هماغه د ګټې ـــ ګټې وضعیت وي. خو دې موخې ته د رسېدو لپاره موږ لیدلوري، رهبرۍ او مدیریت ته اړتیا لرو؛ دقیق هماغه څه چې جمهوررئیس میرضیایف یې وړاندیز وکړ. ټولیز لیدلوری هماغه دی، چې پر اساس یې کولای شو خپلې ملي ګټې په دوه اړخیزه ګټو کې ځای کړو؛ کولای شو د اتصال او همکارۍ لپاره د قواعدو مجموعه رامنځته کړو؛ او بالاخره کولای شو له یو بل سره ورته ملي، سیمه ییزې او نړیوالې موخې جوړې کړو.

باور لرم، چې په دې خونه کې ټول حاضر رهبران همدغه ګډ لیدلوری لري او هره ورځ یې د تحقق لپاره رول لوبوي. همدا اوس زموږ ټولو دنده همدا ده، چې دا ګډ لیدلوری د ثمرې ترلاسه کېدو پورې مدیریت کړو.

په افغانستان کې، دا لیدلوری په واقعیت د بدلېدو په حال کې دی. افغانان واقعاً کولای شي دغه امر په واقعیت بدل کړي. تېره میاشت، موږ د هرات ولایت له سرحد څخه د یوه انکشافي دهلېز په توګه د ټاپي ګازو نل لیکې جوړېدو کار جشن ونیوه. هوایي دهلېزونه او نوې رېل پټلۍ پرانستل شوې، چې افغانستان له سیمې سره نښلوي. ددې کال په لومړیو کې چابهار بندر پرانستل شو. کاسازر پروسه د عملي کېدو په حال کې ده. تېره شپه، موږ له جمهوررئیس میرضیایف سره د برېښنا لېږد په مزو، رېل پټلیو او د اتصال په نورو پروګرامونو، پام وړ پرمختګونو ته ورسېدو. دا کار، نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې د اقتصادي هوساینې لپاره د یاد لیدلوري د تحقق په موخه په تېرو څو کلونو کې زموږ ملي لومړیتوب و. موږ ثابتوو، چې سیمه‌ییز اتصال او همکاري یوازې یوه تیوري او افسانه نه، بلکې واقعیت دی چې په یوې لویې متقابلې ګټې بدلېږي.

پر دې سربېره باید ووایو، چې دا کار د هغه ګډ درک لپاره هم شوی چې افغانستان د سیمه‌ییزې او نړیوالې هوساینې یوه برخه ده. همدا راز د انرژۍ او ترانسپورټ په برخو کې سیمه‌ییز اتصال زموږ د لویې طبیعي پانګې د انکشاف لپاره یو پیل دی، چې د تېر په پرتله به لا زیات زموږ د همکاریو د پراختیا لامل وګرځي. زموږ مصیبت دا دی، چې افغانستان د طبیعي پانګو له اړخه یو له غني هېوادونو دی، خو اوسېدونکي یې د ځمکې پر سر له بېوزلو خلکو څخه دي. دا منصفانه نه ده، عادلانه نه ده او د منلو نه ده.

د راتلونکې لپاره لرلید شته دی؛ خو که غواړو ترلاسه یې کړو، باید اوسنیو محدودیتونو او واقعیتونو ته رسېدنه وشي.

 

ګواښونه

هغه حتمي واقعیتونه چې اوسمهال شته، هغه ګواښونه دي چې د یوې سیمې په توګه او په حقیقت کې د یوې نړیوالې ټولنې په توګه موږ ورسره مخامخ یوو.

نن نړیواله ټولنه، تر پولې هاخوا ترهګرو شبکو او تر پولې هاخوا جنایتکارو سازمانونو له ګواښونو سره مخ ده، چې دواړه په پراخ ډول له یو بل سره اړیکه لري. دغه ګواښونه زموږ پولو، لاسرسي او د نفوذ ساحې ته درناوی نه کوي.

حاضر دمه یوازې نړیوال جرمي اقتصاد په کلني ډول نږدې ۲٫۸ ټریلیون ډالره تخمینېږي. د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګرۍ ضد نړیواله ستراتېژي او تر پولو هاخوا سازمان شویو جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو کنوانسیون، دغه ډلې له یو بل سره تړلې او پېچلې معرفي کوي. زه باوري یم، چې همدا اوس هم د پېچلتیاوو څلور پړاوونه شته دي.

لومړی پړاو، ګواښونو ته د دولتونو ځواب دی. دغه ګواښونه اوږدمهالي او نسلي دي، چې له هغو سره باید د لنډمهالو او اوږدمهالو ستراتېژیو په وسیله مقابله وکړو، چې اړوندې لنډمهالې سیاسي کړۍ او لارښوونې لا زیاتې غښتلې کوي.

د پېچلتیاوو دویم پړاو، له پولې هاخوا ترهګرو شبکو او جنایتکارو سازمانونو ترمنځ د ذاتي پیوستون موجودیت دی. د تاریخ په اوږدو کې هېڅ ترهګریز سازمان لکه د اوسنیو ترهګرو شبکو په څېر په ښه ډول نه دی تمویل شوی. د نشه‌یي توکو قاچاق، د انسان قاچاق او عمومي مافیایي جرمونه، د پرېمانه عوایدو فعالیتونه دي، چې د ترهګریزو اجنډاو د تمویل زمینه برابروي او په پایله کې، دغه ډلې مجبوروي چې د مالي بقا لپاره له یو بل سره اړیکې ولري. تر هغو چې موږ په نړیواله کچه له یو بل سره د دغو ډلو اړیکې او موجودو ګواښونو ته رسېدنه ونه کړو، سولې ته نشو رسېدای. په تأسف سره، چې تر اوسه د شخړې د دې عامل پر وړاندې بشپړه سیمه ییزه او نړیواله همکاري نه ده شوې.

د پېچلتیاوو درېیم پړاو، د دغو شبکو او سازمانونو په تړاو د دولتونو له ابهام او چلند څخه سرچینه اخلي، چې له زغم نیولې په سیاست کې د وسیلې په توګه تر استفادې پورې دی. هغو ګټو ته په پام چې په «اتصال» کې نغښتې دي، له یو بل سره د ترهګرۍ او جنایت د تړلي ګواښ پر وړاندې د یوې سیمه‌ییزې ستراتېژۍ پر اساس د یوې اجماع جوړولو ته اړتیا لري او دا کار له یو بل سره د تړلې نړۍ د امنیت ښه کېدو لامل ګرځي.

د پېچلتیاوو څلورم پړاو، سیمه‌ییز مساعد چاپیریال دی. له سیمه‌ییز بنسټ پرته، چې یاد درې عوامل له یو بل سره نښلوي، له پولې هاخوا جرمي او ترهګریزې شبکې د فعالیتونو د مرکزونو جوړولو وړتیا نه لري. څلورم پړاو د موضوع په افغاني اړخ کې، د طالبانو په اړه وضاحت مومي، چې هغوی له پولې هاخوا ترهګریزو شبکو او پولې هاخوا جنایتکارو سازمانونو لپاره مناسبه فضا برابروي.

زموږ دولت د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې جګړې او د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت د دفاع په لومړۍ کرښه کې ځای لري. له هغه ځایه چې د داعش د پراختیا او نورو فعالیتونو په اړه زیاتې اوازې شته دي، اجازه راکړئ ځینې حقایق له تاسو سره شریک کړم. د داعش د خراسان څانګې د افرادو ټول شمېر له دوو زرو کم دی. موږ د نړیوالو همکارانو په ملاتړ عملیات ترسره کړي او پر هغوی مو رحم نه دی کړی. زموږ ځواکونو تر اوسه د دې جنګیالۍ ډلې له دیارلس سوو زیات کسان وژلي دي. حاضر دمه کولای شو د ننګرهار او کونړ په یو شمېر کلیو او د افغانستان په شمالي ساحو کې د هغوی کم شمېر یې ومومو. موږ په تېرو دوو اونیو کې د دې ډلې د له منځه وړو لپاره یو لړ پراخ عملیات ترسره کړي دي. له دې خنډ سره د مقابلې لپاره، زموږ په اراده او ظرفیت کې کمی نشته او موږ په نه ستړي کېدونکي ډول دې کار ته دوام ورکوو. په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کال کې، موږ د نشه‌یي توکو په لابراتوارونو بریدونه ترسره کړل، چې هغوی ته مو له ۱۳۰ میلیون ډالرو زیات زیان واړاوه او دې کار ته به دوام ورکړو. بیا وایم، چې دغه ګواښونه ګډ دي او پر وړاندې د مبارزې لپاره یې باید ګډ چوکاټونه جوړ شي، نه دا چې هغوی ته د شک او تردید په سترګه وکتل شي.

افغانان ځانونه او د خپل وجود غړي قرباني کوي، څو د نړیوالې ترهګرۍ ګواښونه مهار کړي. که څه هم په لومړیو کرښو کې موږ ځای لرو، خو دغه ګواښ او په پایله کې له هغه سره د مبارزې هڅه، دلته د مېز په شاوخوا کې ناست هر یوه شخص پورې اړوندېږي.

جګړې په وحشیانه او تر تصور پورته ډولونو تغییر کړی دی. دښمن د جګړې هېڅ تاریخي قاعدې ته اعتنا نه ده کړې او په بې شرمانه او ستراتیژیک ډول ملکیان په نښه کوي، چې د قربانیانو په منځ کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي. دښمن زموږ د روغتونونو، ښوونځیو، عامه ډګرونو او په حقیقت کې زموږ د عمومي ژوند پر وړاندې په جګړه کې دی.

ګواښونه پراخ دي؛ په ورته مهال، پر هغو د بریالي کېدو لپاره زموږ غوښتنې او ټولیزه اراده هم پراخه ده. موږ په یوې تاریخي شېبې کې ژوند کوو، چې په هغه کې د نړیوال ترور یا جنایت په توګه یا د نړیوال او سیمه‌ییز اتصال د همکاریو د بستر په توګه زموږ د هېواد په سرنوشت جوړونکي موقعیت جګړه دوام لري. هماغسې چې جمهورئیس میرضیایف استدلال وکړ، زموږ انتخاب باید د همکاریو او اتصال بستر وي.

نن موږ دلته راټول شوي یوو، څو د وروستي مورد [افغانستان، د اتصال او همکاریو لپاره بستر] ترلاسه کولو او د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره یو ځای شوو.

سوله او سیمه‌ییزه همکاري

له دغو ګواښونو سره د اغېزناکې مبارزې لپاره، اړتیا ده چې په افغانستان کې اوسنۍ فضا له منځه یوسو، هغه چې طالبانو تر پولې هاخوا ترهګرو شبکو او جنایتکارو سازمانونو ته برابره کړې ده. د سیاسي بهیر له لارې د طالبانو شاملول زموږ د ټولنې ټول دار و مدار، ملي، نړیوالو او سیمه‌ییزو ظرفیتونو ته امکان برابروي، چې له جنایت او ترور څخه په راپورته شویو ګواښونو تمرکز وکړو. د دې هوساینې د ټینګښت او خپل ټولیز امنیت لپاره، لاندې موارد او اصول تاسو ته وړاندیز کوم:

۱ــــ لطفاً د هغو هېوادونو اقداماتو ته پراختیا ورکړئ، چې افغانستان ته د همکاریو د بستر په سترګه ګوري او په ورته مهال د لویو قدرتونو ترمنځ د شته مسایلو پرسر د مخالفت او د سیمه ییزو همکاریو په عمومي اصل همنظره دي. له همکاریو ترلاسه کېدونکې ګټې به له سیالۍ څخه له ترلاسه کېدونکو ګټو ډېرې ارزښتناکې وي.

۲ـــ د سولې له بهیر سره د طالبانو او د هغوی د ملاتړو د یو ځای کېدو لپاره د هڅونې، فشار او تأثیر له لارې له بین‌الافغاني سولې ملاتړ وکړئ.

۳ـــ تر پولې هاخوا ترهګرو شبکو او تر پولې هاخوا جرمي سازمانونو پر وړاندې دولت ــــ دولت اړیکو ته د لومړیتوب ورکولو له لارې د سیمه‌ییزو همکاریو میکانېزمونه غښتلي کړئ.

۴ـــ د سیمې په نښلوونکو لویو پروژو او پروګرامونو د پانګونې په موخه د همکاریو یو چوکاټ رامنځته کولو لپاره یو بهیر پیل او ورته دوام ورکړئ.

۵ ـــ له افغانستان سره د یو شمېر موضوعاتو په اړه لکه د پخوانیو جنګیالیو او کډوالو د ادغام مجدد، د پایداره او دوامداره ودې، روزنیزې او فرهنګي همکارۍ او نورو کې د دوامداره او حیاتي سولې د ټینګېدو په موخه همکاري وکړئ او برخه واخلئ.

په ۲۰۱۸ کال کې سوله او د ازادو، عادلانه او سراسري پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو او په ۲۰۱۹ کال کې د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدل زموږ له سیاسي لومړیتوبونو څخه دي. پرېږدئ چې زموږ د حرکت او سرنوشت ټاکلو لپاره د اصلي میکانیزم په توګه رایه، د مرمۍ ځای ونیسي.

موږ پخپلو منځو کې همدردي او یووالی لرو، د یو بل فکر مو کړی او دعا مو کړې، چې له امله یې منندوی یوو. خو تر هغو چې همکاري ونه لرو، حللارې ته به ونه رسېږو. له تاسو غواړم چې د افغانانو، امریکا متحده ایالتونو او هغوی چې سولې ته ژمن دي، ترڅنګ ودرېږئ؛ څو له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د سیمه‌ییزې اجماع جوړېدو لپاره زموږ ژمنتیا په ښه ډول عملي شي او د سولې لپاره رښتنیې هڅې سره یو ځای شي.

همکاري د باور جوړونې لپاره ګام دی، چې روڼتیا په‌کې لازمه ده. سیاسي او اقتصادي باور هغه مهال رامنځته کېدای شي، چې نه یوازې د هېوادونو رهبري، بلکې خلک یې وکولای شي هغه برېښنا چې د سیمې له نښلوونکې پروژې څخه ترلاسه کېږي، هغه مهال چې د ګروپ یا ګازو بټن ته زور ورکړي، روښانه شي. باور هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې د سیمه‌ییز اتصال پروژې ترسره شي او هغه څه عملي شي، چې موږ یې له یو بل او خپلو خلکو سره ژمنه کړې ده. دا یوازې په دې معنی نه ده، چې څه ډول د یو بل ټولنیز باور او سیاسي پانګه ترلاسه کړو، بلکې تر دې مهمه دا ده، چې څه ډول د خپلو خلکو باور ترلاسه کړو.

د باور او همکاریو ترلاسه کولو لپاره باید موږ له معادلې د تقابل او دښمنۍ سیاستونه وباسو. موږ باید ځانونه د رهبرۍ په ازموینه کې ووینو، څو ځانګړي فرصتونه، په هغه وخت کې چې په واک کې یې لرو، په معمول بدل کړو. نن دا یو لیدلوری دی، سبا باید یو ورځنی واقعیت وي.

دا په جدي ډول په رول، قواعدو او پالیسو د بیاکتنې په معنی ده، څو ډاډ ترلاسه کړو، چې د هوس او غوسې له مخې نه، بلکې پر ځای یې په منسجم او باخبره ډول عمل کوو. د دغو فرصتونو د پرانستو لپاره، په دې شېبه کې سیاسي رهبري ډېره اړینه ده.

او په اوسنیو شرایطو کې زموږ په سیمه کې، زموږ د خلکو ټولنیز ـــ اقتصادي امنیت د هغوی له فزیکي امنیت سره مخامخ اړیکه لري. له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د جوړېدو په صورت کې که د سولې د ټینګښت، د همکاریو رښتنیولۍ او سیمه‌ییز اتصال لپاره یو ځايي عمل وکړو، هغه مهال کولای شو نه یوازې د خپلو خلکو، بلکې د خپلو سیاسي نظامونو لپاره هم دغه ګواښونه مهار کړو. په دې بهیر کې به لوی کارونه هم ترسره کړو ـــ د همپالي اسیایي اقتصاد جوړول، چې کولای شي د نړیوال ثبات او هوساینې لپاره یوه لویه حوزه وي.

همدغو موخو ته د رسېدو لپاره زموږ نهایي غوښتنه همدا ده، چې «کابل پروسه» پیل شوې، څو له ستونزو په خوندي او بریالي ډول د حللارو پر لور حرکت وکړو. موږ باید له دې فرصتونو استفاده وکړو.

جمهوررئیس میرضیایف، یو وار بیا له تاسو او د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر څخه زموږ له همکارانو سره د دوامداره همکاریو له امله مننه کوم. همدا راز لېوالتیا لرم، چې په دې ناسته کې ستاسو د ځانګړې رهبرۍ، ګډون، لیدلوري او ژمنتیا له امله مننه وکړم.

له تاسو مننه!

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0