د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ تروریستي برید چې په پایله کې یې د هیواد یو شمېر زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان شول، په سختو ټکو غندي.

جمهوررئیس غني وویل، تروریستانو حتی د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ شپه چې د رحمت او له وینې بهولو څخه د اجتناب میاشت ده، په خپل جنایتکارانه برید سره د هیواد یو شمېر غیور اولادونه په وینو ولړل.

جمهوررئیس ټینګار وکړ چې زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغوی په مقابل کې چې زموږ پر بې ګناه خلکو برید کوي او عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي، په ټول قوت جنګېږي.

د هیواد جمهوررئیس د دې دردناکې پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل، شهیدانو ته یې د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او اړوندو مسوولینو ته یې د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې او د ټپیانو د درملنې لازمې لارښوونې وکړې.