په کابل ښار کې د یوې کورنۍ د اوو تنو غړو د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ته جدي لارښوونه وکړه، له هغې کورنۍ سره چې د غبرګولي په ۵ نېټه یې په کارته سخي سیمه کې د کورنۍ اووه تنه غړي په یوې دردناکه پېښه کې شهیدان شول ، د خواخوږۍ ترڅنګ د دې وحشيانه بریدعاملین تشخیص  او د قانون منګولو ته وسپاري.

دې خونړۍ پېښې او د یادې کورنۍ د غړو په ځانګړي ډول د کوچنیانوشهادت جمهوررئیس غني سخت خواشینی کړ او عاملین یې جنایتکاران او سخت زړي وبلل چې ژر به د خپلو وحشيانه کړنو په سزا ورسېږي.

جمهوررئیس د یادې کورنۍ وارثانو او خپلوانو ته د ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشړې روغتیا دعا کوي.