جمهور رئیس غني: پر ملکي وګړو برید هغه جنایت دی چې په هیڅ دین او قانون کې توجیه نه لري

۱۳۹۵ل کال د غبرګولي ۵

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني دپغمان ولسوالۍ باغ داوود سیمه کې د میدان وردګ ولایت د استیناف محکمې د کارکوونکو پر موټر  هغه ځان وژونکی برید په سختو ټکو وغانده، چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.

جمهور رئیس غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، پر ملکي وګړو برید هغه جنایت دی چې په هیڅ دین او قانون کې توجیه نه لري.

جمهور رئیس زیاته کړه، هغوی چې د افغانستان بې ګناه خلک وژني، د سولې مذاکراتو کې ځای نه لري او د افغانستان حکومت به د هغوی تر نابودۍ پورې د دوی پر ضد مبارزه وکړي.

جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د سالمې روغتیا دعا کوي.