جمهور رئیس غني په رسمي سفر اذربایجان ته ورسېد

۱۳۹۴ل د مرغومي لومړۍ

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس  محمد اشرف غني چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري په  رسمي سفر اذربایجان ته لاړ، نن له غرمې مخکې پلازمېنې باکو ته ورسېد.

جمهور رئیس ته په حیدرعلي اوف نړیوال هوایي ډګر کې د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ښه راغلاست ووایه.

جمهور رئیس غني به د اذربایجان له جمهور رئیس الهام علي اوف، لومړي وزیر او یو شمېر نورو مقاماتو سره جلا جلا کتنې ولري او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په هکله به خبرې وکړې.

همدارنګه به جمهور رئیس  داذربایجان د پارلمان له رئیس او مرستیالانو سره هم کتنې ولري او د افغانستان او اذربایجان د جمهور رئیسانوپه حضور کې به د دواړو هېوادونو د ملي راډیو تلویزون او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو  مسوولین د همکارۍ موافقتنامې لاسلیک کړي.

له جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کانونو وزیر داوود شاه صبا، د ټرانسپورټ وزیر محمدالله بتاش، د فواید عامې وزیر انجینر محمود بلیغ، د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني، د ښار جوړولو وزیر سید سادات نادري، د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار شاکر کارګر او د ملي امنیت شورا مرستیال سلیمان کاکړ ملتیا کوي.

.