جمهور رئیس غنی په غزني کې د ترافیکې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړه

۱۳۹۵ل کال د غویي ۱۹

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په مسیر کې پر شوې ترافیکې پېښه چې په پایله کې یې زموږ یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته، خواشیني څرګنده کړه.

د هېواد جمهور رئیس د غزني ولایت محلي مسوولینو ته دستور ورکړ، چې د یادې پېښې ټپیانو او د شهیدانو کورنیو ته ژر تر ژره رسیدګي وکړي.

د هېواد جمهور رئیس د دغې پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ مراتب څرګند کړل او ټپیانو ته یې د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا وکړه.