دکابل – کندهار په لویه لار کې په ترافیکي پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۵ل د وږي ۱۴

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني دکابل – کندهار په لویه لار جلدک سیمه کې په ترافیکي پېښه کې د یو شمېر هېوادوالو په تلفاتو سخت خواشینی شو.

جمهور رئیس غني اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې پېښې د پېښېدو  څرنګوالی وارزوي او د دغه وړ زړه بوږنونکو پېښو د تکرار د مخنیوي په خاطر لازم تدابیر ونیسي.

همدارنګه جمهور رئیس اړوندو مسوولینو ته دستور ورکړ، چې ژر تر ژره د دې پېښې د قربانیانو کورنیو او ټپیانو سره لازمې مرستې وکړي.

د هېواد جمهور رئیس د دې دردناکې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوي.