د افغانستان امریکايي پوهنتون تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۵ل د وږي ۴

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل ښار کې پر افغانستان امریکایي پوهنتون د پرون ماښام تروریستي برید د افغانستان له پرمختګ او ترقۍ سره دښمني وبلله.

جمهور رئیس د دې وحشیانه برید د غندلو پرمهال وویل، تروریستي ډلې په ملکي وګړو، ښوونیزو موسسو، د استوګنې سیمو، پل او پلچک، برېښنا پایو او سوله ییزو لاریونونو د بریدونو له لارې غواړي د هغو ارزښتونو د ودې او پیاوړتیا مانع شي، چې افغانان د سوکالۍ، پرمختګ او ودان او سرلوړي افغانستان په توګه پرې باور لري.

د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، ترهګر باید پوه شي چې د افغانستان خلکو او حکومت چې کومه لاره انتخاب کړې له ستونزو او سختیو سره ادامه ورکوي او پر ټولو ننګونو به بریالي شي او په ښوونیزو تاسیساتو او عامه ځایونو برید او د غیر نظامیانو په نښه کول نه یوازې زموږ عزم نه متزلزل کوي، بلکې د ترور او دهشت د نابودۍ او د جرړو د اېستلو مبارزه کې زموږ هوډ نور هم پیاوړی کوي.

جمهور رئیس غني د زیاتو تلفاتو د مخنیوي او د تروریستانو د له منځه وړلو په خاطر د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مسلکي او مسوولانه کوښښونو او کړنو قدرداني وکړه.

د هېواد جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.