کندز ولایت کې د طالبانو له لورې د عامو وګړو د تښتولو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۵ل د غبرګولي ۱۱

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندز ښار او علي اباد ولسوالۍ په مسیر کې د طالبانو له لوري د هېوادوالو په تښتولو سخت خواشینی  شو.

جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته جداً لارښوونه وکړه چې د یادو مساپرو د ازادولو په برخه کې عاجل اقدامات وکړي.

جمهور رئیس غني وویل، د مساپرو تښتول، ځورول او په بې رحمۍ د هغوی شهیدانول نه بښونکی عمل دی او ددغه عمل مرتکبین به د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي.

د هېواد جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې ورته د جمیل صبر دعا کوي.