د امریکا متحده ایالاتو فلوریډا ایالت کې د هغه برید چې یو شمېر ملکي افراد په کې ټپیان او ووژل شول په اړه مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۵ل د غبرګولي ۲۳

 ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا متحده ایالاتو فلوریډا ایالت کې هغه برید چې له امله یې یو شمېر ملکي افراد ټپیان او وژل شوي، په سختو ټکو غندي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، د ملکي وګړو په نښه کول په هیڅ توګه نشي توجیه کېدلی.

جمهور رئیس غني د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب جمهور رئیس بارک اوباما، د متحده ایالاتو خلکو او له دغې پېښې څخه متاثره شویو کورنیو ته څرګندوي.