مطبوعاتي اعلامیه

 ارګ، كابل: جمهوررئیس غني د ښځو د حقونو له ملاتړو څخه دی او د هغوی د مقام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې یې تل هڅې کړي او په تېرو درې کلونو کې یې  په دې برخه کې  بېساري عملي اقدامات کړي. د ټولنې د اصلي معمارانو په توګه ښځو ته د جمهوررئیس درناوی له تاوتریخوالي څخه د خوندي انساني ټولنې په جوړولو کې د هغوی پر موثر او کلیدي رول د ده باور له دیني او د هېواد فرهنګي لارښوونو څخه الهام اخیستی دی.

جمهور رئیس د خپل شخصیت  او لیدلورو په جوړښت کې تل په ویاړ سره د خپلې انا او د هېواد د لومړۍ مېرمن  د رول یادونه کړې. هغه تل افغان مېرمنې زړه ورې، با عزته او توانمندې بللي او بیا بیا یې په سیاست ، ټولنه او فرهنګ کې د هغوی د رول او موقعیت یادونه کړې.

متاسفانه ځینې کسان د جمهوررئیس د شنبې ورځې د خبرو له ناسم تعبیر څخه د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه کوي. پرونیوخبرو کې څادر کلمې ته اشاره له دود محلي تعبیرونو څخه استفاده وه  او په هیڅ وجه د هېواد د ښځو لوړ مقام ته د سپکاوي په قصد نه وه او نه ده. بیا هم، که د هېواد د ښځو احساسات له هغه تعبیر څخه متاثره شوي وي، جمهوررئیس له هغوی څخه بښنه غواړي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0