د شپږتنو جنایت کارانو د اعدام حکم د توشیح په اړه مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۵ل کال د غویي ۱۹

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  د اساسي قانون او د جزا د قانون د حکمونو، د اسلام د مبین دین د لارښوونواو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ټولو الزامیتونو مطابق د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د کورنیو مکررو غوښتنو ته په پام د سنګینو جرمونو او د ملکي وګړو او عامه امنیت پر ضد د جنایتونو د شپږ تنه مرتکبینو د اعدام حکم د شپږ جلا قضیو د عاملینو په توګه توشیح کړی دی.

 دا حکم د افغانستان د بشري حقونو الزامیتونو ته په پام د محاکمو له دقیقې ارزونې او د بهیر له منصفانه او عادلانه بشپړېدو وروسته توشیح شوی دی. دا حکم نن عدلي او قضایي مراجعو د هېواد د قوانینو مطابق اجرا کړ.

 د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او شخصاً جمهور رئیس د عدلي او قضایي شفاف، دقیق او عادلانه بهیر تطبیق ته په پام د عدالت تامین او د هغو مجرمینو په سزا رسولو ته ژمن دی چې ترهګریز او جنایي اعمال یې ترسره کړي او بې ګناه خلک یې شهیدان کړي، عامه امنیت او مصونیت له خطر سره مخامخوي.