په کابل کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په کابل کې د ننني تروریستي برید له امله  زموږ یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان او زموږ هېوادوال یو ځل بیا غمجن شول.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د دغه تروریستي برید د سخت غندلو ترڅنګ څرګندوي، د سولې او ثبات دښمنان هیڅ وخت د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته نشي رسېدلی، بلکې له دوی څخه هره ورځ د خلکو کرکه او نفرت زیاتېږي. په عین حال کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول توان د تروریستي ډلو د نابودۍ هڅې کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د یادې پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي ، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د ښې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0