د امریکا متحدو ایالتونو د جمهوررئیس د څرګندونو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت – دولتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی. د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.

له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی. موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د دې مسالې اړوند تحولات په دوامداره توګه د افغانستان ازادو خلکو سره شریک کړي.