جمهوررئیس غني په ګرجستان کې د اور لګېدنې له امله پر اوښتو تلفاتو خواشیني څرګنده کړه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ګرجستان په باتومي ښار کې د لئوګراند هوټل په اورلګېدنه چې له امله یې یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، خواشیني څرګنده کړه.

جمهوررئیس د خپل ځان او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د دې غمناکې پېښې د رامنځته کېدو په اړه د ګرجستان جمهوررئیس ګیورګي مارګ ويلاشویلي، د قربانیانو کورنیو او دیاد هېواد خلکو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب څرګندوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0