په جلال اباد کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: ترهګرو نن ماسپښین د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند کمپونو سیمه کې د ترهګریز  برید په پایله کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ترهګرو ته درانده زیانونه اړولي دي چې دوی د خپلې ماتې د پټولو لپاره په دغه ډول جنایتونو لاس پورې کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس دغه وحشيانه عمل په کلکو ټکو غندي او اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کوي چې د پېښې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

جمهوررئیس غني د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی (ج) په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0