په کابل ښار کې د واده پر مراسمو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په ډېرې خواشینۍ سره زموږ یو شمېر هېوادوال چې د واده په مراسمو کې راټول شوي وو او خپله خوښي یې نمانځله، په یوه تروریستي برید کې په نښه شول او یوشمېر یې شهیدان او ټپیان شول. دا تروریستي برید دعامو هیوادوالو د خوښۍ پر مراسمو شوی چې هیڅ ډول نظامي او دولتي هدف په کې، نه و.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د افغانستان د دښمنانودغه بزدلانه عمل په سختو ټکو وغانده او دا یې د بشريت او انسانیت پر ضد لوی او فجیع عمل وباله او وې ویل: د خوښۍ په مراسمو، ښوونځیو، جوماتونو، بازارونو او عامه ځایونو کې زموږ پر خلکو برید د دې ښودنه کوي چې یوې تروریستي ډلې زموږ د بیګناه خلکو وژلو ته ملا تړلې ده. جمهوررئیس زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید د دې ډول وحشیانه او بشریت ضد اعمالو پر وړاندې غلي پاتې نشي، بلکې د عاملینو په  تعقیب او محکومیت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.

جمهوررئیس اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د دې دردناکې پېښې هر اړخیزه څېړنه او ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته عاجله رسیدګي وکړي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، طالبان د دې برید په غندلو سره ځانته برائت نشي ورکولای، ځکه هغوی پخپله تروریستانو ته د فعالیت زمینه برابرونکي دي.

جمهوررئیس په ټینګار وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له جنایتکارو تروریستانو څخه د بیګناه هېوادوالو د هر څاڅکي وینې  غچ اخلي او د مشروع قوې په استعمال به هغوی د هېواد په هره څنډه کې سخت وځپي. هغه همداراز د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبرۍ ته دستور ورکړ چې د دې برید د عاملینو د تعقیب او ځپلو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د دغه بشریت ضد جنایت له امله د هېواد جمهوررئیس د نن ورځې لپاره خپل ټول کمپایني پروګرامونه لغوه کړل او په پام کې ده چې د هېواد د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه ځانګړې امنیتي غونډه رهبري کړي.

جمهوررئیس غني د شهیدانو کورنیو ته خپل د ډاډګېرنې او ژورې خواخوږۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.#