په جلال اباد ښار کې د تروریستي پېښو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو او فتنه ګرو د خپلو جنایتونو په دوام پرون شپه په جلال اباد ښار کې د تروریستي بریدونو په پایله کې زموږ یو شمېر هیوادوال، شهیدان او ټپیان کړل.

د افغانستان او اسلامي هیوادونو دیني علماو په غوڅ اکثریت پر افغانستان تحمیل شوې جګړه مردوده، افغان وژنه او فتنه وبلله، مګر تروریستي ډلې ان د روژې په مبارکه میاشت کې هم پر دغه نامشروع جنګ ټینګار کوي او د خلکو له وژلو لاس نه اخلي.

تروریستانو او د دوی ملاتړو ان د روژې په مبارکه میاشت کې پر عامو خلکو د تروریستي برید په ترسره کولو سره یوځل بیا ثابته کړه چې هغوی الهي امر او د ولس اجماع ته چې سوله ده، درناوی نه لري.

د هېواد جمهوررئیس د دغو وحشیانه بریدونو د سخت غندلو پرمهال وویل: تروریستان او د دوی ملاتړي پر ملکي تاسیساتو او عامو خلکو د دغه ډول جنایتکارانه بریدونو په ترسره کولو سره، پر روښانه راتلونکي زموږ د خلکو باور او اراده نشي کمزورلې کولی.

جمهوررئیس غني د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.