جلال اباد ښار کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د فعالې ډيپلوماسۍ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لارې په تروریستي ډلو او د هغوی  په ملاتړو کړۍ راتنګه کړې، هغوی د خپل زوال او ماتې د پټولو لپاره طغیان ته مخه کړې چې په جلال اباد ښار کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې باندې ترهګریز برید د دوی د طغیان او جنایت ښکاره بېلګه ده.

جمهور رئیس غني په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې فعالیت او خدمت د قدر وړ بولي او په ټینګار سره وایي  چې تروریستي ډلې او د هغوی ملاتړي د دغه وړ جنایتونو په ترسره کولو سره د هغوی فعالیت او خدمت له خنډ او ځنډ سره نشي مخ کولی، ځکه حکومت به د هېوادوالو ترڅنګ د بین المللي ملاتړو ادارو او د هغوی د کارکوونکو د امنیت خوندیتوب ته پام لا زیات کړي.

د هېواد جمهور رئیس د تروریستانو د ځپلو په موخه یو ځل بیا د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ او ټینګار کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر دې د ترهګرۍ ضد ګډه او جدي مبارزه کې له هر ډول تفکیک پرته د ترهګرو پر ضد عملي اقدام وکړي او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو ترڅنګ دې د ترهګرو پر ملاتړو فشارونه لا زیات شي.

جمهوررئیس د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د ښې روغتیا دعا کوي. #

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0