په کونړ کې د ولایتي شورا پر غړي د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په هغه تروریستي برید سخت خواشینی شو چې له امله یې د کونړ ولایت د ولایتي شورا غړی شاه‌ولي همت او یو تن دیني عالم مولوي عبدالرحمان چې د جنازې لمانځه ته روان وو، شهیدان شول.

  جمهوررئیس وویل، د افغانستان دښمنان په دغه شان وحشیانه بریدونو په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین او د هېواد د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې زموږ د خلکو په ځانګړي ډول د دیني او متنفذو شخصیتونو اراده نشي کمزورې کولی.

جمهوررئیس غني د شهید شاه‌ولي همت او شهید مولوي عبدالرحمان کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د شهید همت وراره ته چې په دغه برید کې ټپي شوی دی د خدای تعالی (ج) په دربار کې د روغ صحت دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0