د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د امنیت تامین او د خلکو د سر او مال ساتنه د افغانستان د حکومت اساسي مسوولیت دی او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو تل هڅه کړې چې په خپلو ټولو عملیاتو کې له بشپړ دقت او همغږۍ کار واخلي او کوښښ کوي چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي.

طالبانو د خونړي پلان د طرحه کولو لپاره د هېواد له دننه او بهر څخه خپل افراد د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ ته دعوت کړي و، چې یوځل بیا زمونږ هېوادوال په وینو کې ولمبوي.

د افغانستان ملي اردو د یاد پلان په اړه د هغو دقیقو اطلاعاتو پر بنسټ چې لرل یې ، هڅه وکړه چې د هغوی پلان شنډ او خلک له لوی فاجعې څخه وژغوري، خو داسې راپورونه دي چې متاسفانه په دغه برید کې ملکي وګړو ته هم زیان اوښتی دی.

جمهوررئیس غني په دغه پېښه کې ملکي وګړو ته د اوښتو زیانونو د څرنګوالي معلومولو په موخه د ملي امنیت شورا دفتر عالي سرمفتش جنرال خدایداد هزاره په مشرۍ کمېسیون چې په ترکیب کې یې د جمهوررئیس سلاکاران الحاج طاهر صافی او سید سلیمان حامد او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، د ملي امنیت عمومي ریاست، لوی څارنوالۍ او سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواک ریاست استازي شامل دي، موظف کړی چې  یاده پېښه جدي او په هر اړخیزه توګه وارزوي او د خپلو موندنو راپور په یوه اونۍ کې د ملي امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړي.

همداراز د هېواد جمهوررئیس اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د ملکي قربانیانو کورنیو سره مرسته او ټپیانو ته عاجله رسید‎ګي وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دې پېښې د ملکي  قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0