د عبدالمنان ارغند د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان او د بیان د ازادۍ دښمنانو سیمه ییز خبریال عبدالمنان ارغند نن د کندهار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د ترهګریز برید په پایله کې شهید کړ.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغه برید د غندلو او د خبریال عبدالمنان ارغندپه شهادت د خواشیني څرګندولو ترڅنګ وویل،  تروریستان چې د خپلو جنایتونو د پټولو، د بیان ازادۍ د له منځه وړلواو د وحشت فضا رامنځته کولو په موخه عام وګړي او د رسنیو کارکوونکي په نښه کوي، هیڅ وخت به هم خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.

د هېواد جمهور رئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې دغه ترهګریز برید په هر اړخیزه توګه وارزوي او عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمن او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د رسنیو د ازادانه فعالیت هر اړخیز ملاتړ کوي. د افغانستان دښمنان پر رسنیو او خبریالانو د تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره د حقایقو بیانولو او اطلاع رسولو کې زموږ د خبریالانو اراده نشي کمزورې کولی.

جمهوررئیس د شهید ارغندکورنۍ، دوستانو او رسنیزې ټولنې ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کړل او ارواښاد ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0