په کابل ښار کې د ننني تروریستي بریدپه اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د تروریستي برید له امله یو ځل بیا وحشت وکړ او زموږ یو شمېر بې ګناه وطنوال یې په وینو ولړل.

جمهوررئیس غني د دې وحشیانه برید د غندلو پرمهال وویل: د افغانستان دښمنانو پر ملکي مامورینو او عامه تاسیساتو برید کولو، وېرې او وحشت  خورولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې له وژنو او جنایت پرته بله موخه نه لري.

جمهوررئیس زیاته کړه، دغه ډول وحشي کړنې نه یواځې پرمختګ او لوړو موخو ته د رسېدو په برخه کې زموږ د خلکو د ارمانونوپر وړاندې خنډ نشي واقع کېدی، بلکې د تروریزم له شومې پدیدې سره د مبارزې او د ترور او وحشت د رېښو د نابودۍ په برخه کې زموږ د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو عزم او اراده لا پیاوړې کوي.

جمهوررئیس غني، اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د درملنې او قربانیانو له کورنیو سره د مرستو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي  او  ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.