په اندونیزیا او فرانسه کې د تروریستي پېښو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستانو په اندونیزیا او فرانسه کې په دوو تروریستي بریدونو کې یوشمېر ملکي وګړي وژلي او ټپیان کړي.

جمهوررئیس غني د دغو تروریستي پېښو د غندلو ترڅنګ وویل: تروریزم د بشریت دښمن دی چې پولې نه پېژني او د نړۍ د امنیت او ثبات لپاره ګواښ دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت په دې باور دی چې د تروریزم له ننګونې څخه د راوتلو یواځینۍ لار د دغې شومې پدیدې پر وړاندې د نړۍ د ټولو هېوادونو ګډ اقدام او هر اړخیزه همکاري ده.

دا چې افغانستان تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او زموږ وطنوال له څو لسیزو راهیسې د دې پدیدې قرباني کېږي، زموږ هېوادوال له نورو زیات د دې پېښو د قربانیانو د کورنیو درد او غم کې احساسوي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اندونیزیا او فرانسې حکومتونو او خلکو ته د خپلې  خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د قربانیانو په درد او غم کې ځان شریک بولي.#

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0