د هرات د ولایتي شورا غړي ډاکتر فاضل عفیف جمشېدي د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني هغه تروریستي برید چې په پایله کې د هرات د ولایتي شورا غړی ډاکتر فاضل عفیف جمشېدي په شهادت ورسېد، په کلکو ټکو غندي.

جمهوررئیس وویل: د افغانستان د خلکو دښمنان نشي کولی، د خدمتګارو او وطن دوست شخصیتونو په نښه کولو سره د سولې تامین، د هېواد د ترقۍ او د پرمختګ په برخه کې د خلکو په ځانګړي توګه د خلکو د استازو او د قومي مشرانو ارادې ته زیان ورسوي.

جمهوررئیس غني د هېواد اړوندو امنیتي مسئولینو ته لارښونه وکړه، چې د یادې پېښې عاملین په نښه او ژر ترژره دې د قانون منګلو ته  وسپاري.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس، شهید ډاکتر فاضل عفیف جمشېدي ته د فردوس جنت هیله کوي او د شهید کورنۍ، دوستانو او د هرات خلکو ته خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.#

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0