کندهار ښار کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستانو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د خپلو جنایتونو په لړ کې غوښتل د دوو کانتینرونو په وسیله کندهار ښار کې انفجاري توکي ځای په ځای او بیا د روژې په دې مبارکه میاشت کې زموږ د عامو افغانانو پر ضد په سترو جنایتونو لاس پورې کړي، چې زموږ د زړورو امنیتي او ځواکونو له خوا کشف شول، خو له بده مرغه د شنډولو پرمهال په یوه کانتینر کې چاودنه رامنځته شوه او له امله یې زموږ یو شمېر عام روژه په خوله هېوادوال شهیدان او ټپيان شول.

 تروریستانو د خپلو غلطو باورونو په اساس زموږ د خلکو خلاف د وحشت یوه داسې لړۍ پيل کړې ده چې له مخې یې پر تاسیساتو، زیربناوو، د ښوونځیو په ګډون پر دیني او ښوونیزو مرکزونو، جوماتونو، د لوبو په ډګرونو او بازارونو بریدونه کوي، خو افغانان به له خپل حکومت سره په ګډه تروریستانو ته اجازه ورنه کړي چې د پرمختګ او ترقۍ په لورغوره کړې لار بدله کړي.

جمهوررئیس غني د لا زیاتو تلفاتو په مخنیوي کې د کشفي ادارو اقدامات د قدر وړ وبلل او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې تروریستان د غیر مشروع او انسان ضد کړنو له لارېخپلو شومو اهدافو ته نشي رسیدلی او په هر ځای کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په نښه او له منځه یوړل شي.

د هېواد جمهوررئیس دغه تروریستي برید غندي او د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې بیړنۍ روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook15Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0