د ملي امنیت شورا په غونډه کې د کندز پېښې راپور واورېدل شو

د ملي امنیت شورا په غونډه کې  د کندز پېښې راپور واورېدل شو

د ملي امنیت شورا غونډه چې نن ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ وشوه، د کندز ولایت د وروستۍ پېښې راپور په‌کې واورېدل شو.

ملي امینت شورا ټینګار وکړ چې دغه پېښه باید تعقیب او و ارزول شي او د حقایقو د ترلاسه کولو وروسته دې لازم ګامونه پورته شي.

د ملي امنیت شورا غونډې د وسله‌والو ځواکونو د ستاینې تر څنګ د فاریاب، جوزجان، کندز، روزګان او فراه ولایتونو د امنیتي وضعیت هر اړخیزه ارزونه وکړه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بنسټونو مسوولانو ته یې دنده وسپارله چې د سرتاسري امنیت په ځانګړي ډول د یادو ولایتونو د امنیت د ټینګښت او د تروریستانو د ځپلو په برخه کې لازم تدابیر ونیسي.