جمهوررئیس غني د کندهار ولایت معروف ولسوالي پر ودانۍ تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده

 ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د کندهار ولایت معروف ولسوالۍ پر ودانۍ تروریستي برید چې له امله یې زموږ د هېواد یو شمېر زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان شول، په سختو ټکو وغانده.

جمهوررئیس غني د دې تروریستي برید د غندلو پرمهال وویل: تروریستان چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ مقابلې توان نه لري، د خپلو ماتو د پټولو په خاطر پر دولتي تاسیساتو بریدونه کوي.

د هېواد جمهوررئیس یو ځل بیا وویل، هغوی چې زموږ د خلکو وینې تویوي او عام المنفعه ځایونو ته زیان رسوي، زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ټول قوت سره د دوی پر وړاندې وجنګېږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس، د امنیت د ټینګښت او هېواد ساتنې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او سرښندنې وستایلې.

د هېواد جمهوررئیس د خپلې ډاډګېرنې او ژورې خواخوږۍ مراتب د دې غمجنې پېښې د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوي، شهیدانو ته د لوی خدای (ج)په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0