په اندونیزیا کې د دیني علماو د ګډې غونډې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل :  د افغانستان د سولې او ثبات په اړه په اندونیزیا کې د علماو ګډې ناستې سوله الهي امر وباله او د دیني ارشاداتو په رڼا کې یې د سولې ارزښت تشریح کړ. د افغانستان حکومت د سولې په برخه کې د دیني علماو دغه اسلامي دریځ، وضاحت او پرېکړو ته لبیک وایي او د اسلامي نړۍ له نورو علماو څخه غواړي چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ، تشدد او افراطیت په له منځه وړلو او د سولې په تامین کې خپل مهم رول ولوبوي.

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د دیني علماو د ګډې ناستې د کوربه توب له امله د اندونیزیا د جمهور رئیس، خلکو او حکومت قدرداني کوي او د دیني علماو دغه ډول ګډې ناستې پر افغانستان د تحمیل شوې جګړې په پایته رسېدو او د سیمې د ثبات لپاره ارزښتناکې بولي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت په ټولو په ځانګړي ډول د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د دیني علماو رول مهم بولي او د اندونیزیا په بوګور ښار کې د دیني علماو په درې اړخیزه غونډه کې چې د اندونیزیا جمهور رئیس هم په کې ګډون درلود،  د دیني علماو د فعالې ونډې اخیستو او ګډون مننه کوي.

د افغانستان حکومت د الهي امر، د ولس د اساسي غوښتنې او مهم لومړیتوب او مکلفیت په توګه تل سولې ته لومړیتوب ورکړی او په هېواد کې د دایمي او باعزته سولې د ټینګښت لپاره یې دیني علماو، متنفذینو، مشرانو، مدني فعالانو، ښځو او ټولو اقشارو ته بلنه ورکړې چې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې خپله همکاري او همغږي زیاته کړي او په جنګ کې ښکېل افغان وسله وال مخالفین د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سوله ییز ژوند ته وهڅوي.

شریک کولShare on Facebook1kShare on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0