د حجت‌الاسلام عبدالقیوم انصاري د شهادت او غزني ولایت کې پر جومات د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو پرون د کندز ولایت د الچین پله په سیمه کې داهل تشیع قومونو د شورا رئیس، حجت‌الاسلام عبدالقیوم انصاري په یوه تروریستي برید کې په شهادت ورساوه.

جمهوررئیس غني د نوموړي د شهادت د خبر په اورېدو سره سخت خواشینی شو او وې ویل، عبدالقیوم انصاري د هیواد زړه سواند شخصیت وو چې د هیواد د مذاهبو او قومونو ترمنځ یې ګډه سوله ییزه روحیه ایجاد کړی وه او په علمي او فرهنګي برخو کې زیات خدمتونه کړي وو.

جمهوررئیس غني د شهید عبدالقیوم کورنۍ او دوستانو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ترڅنګ وویل، د افغانستان دښمنان د ترور، وېرې او ډار په ایجادولو سره د هیواد د ابادۍ او پرمختګ په خاطر زموږ د خلکو اراده نشي کمزورې کولاي.

جمهوررئیس دغه راز د غزني ولایت په مرکز د خاک غریبان سیمه کې پر یوه جومات تروریستي حمله په کلکه وغندله او وې ویل، د اسلام په مبارک دین کې د جوماتونو، مقدسو ځایونو، مشرانو، علماو، ملکي وګړو، ښځو او کوچنیانو هدف ګرځول، ځای نه لري.

جمهوررئیس وویل، تروریستانو د دغه ناوړه او قبیح عمل په ترسره کولو سره یو ځل بیا د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې خپل ضد په ډاګه کړ.#