په خوست ښار کې د تروریستي پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام او پر سپېڅلو ځایونو د بریدونو په لړ کې نن ماسپښين د خوست ښار  دویمې ناحیې پر یعقوبیو جامع جومات د ترهګریز برید په پایله کې یو شمېر لمونځ کوونکي او هغه هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل چې په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه یې نوم لیکنه کوله.  

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس په ټینګار سره وایي چې د افغانستان دښمنان د دغه وړ تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره پر ولسواکۍ، مدني حقونو او فردي ازادیو زموږ د خلکو باور نشي کمزوری کولی او نه هم د ټاکنو ملي بهیر ګډوډولی شي.

جمهوررئیس غني د دغه ترهګریز برید د غندلو ترڅنګ امنیتي مسوولینو ته د نوم لیکنې مرکزونو د لا ښه امنیت د تأمین او د دغه ترهګریز برید د ارزونې او د قانون منګولو ته د عاملینو د سپارلو لارښوونه وکړه.

جمهور رئیس د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي، د خدای تعالی په دربار کې یې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0