جمهوررئیس غني ازبکستان ته په رسمي سفر روان شو

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولاړ.

جمهوررئیس غني به په دې سفر کې د ازبکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف او د دغه هېواد لومړي وزیر عبدالله آريپوف سره ووینې او د واړو هېوادونو ترمنځ به په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او همکاریو بحث او خبرې وکړي. دغه راز به د افغانستان او ازبکستان مشران ګډه اعلامیه هم صادره کړي.

د دې سفر په لړ کې به په بېلابېلو برخو کې څو موافقتنامې او د همکارۍ اسناد په ځانګړي ډول په امنیتي، ځمکني او هوايي ترانزیټ، اقتصاد او سوداګرۍ، لوړو زده کړو، انرژۍ او کرنې سکتورونو او د حقوقي مرستو معاهده د دواړو هېوادونو مقامات لاسلیک کړي.

جمهوررئیس محمداشرف غني به د تاشکند او بخارا ښارونو له ځینې تاریخي ځایونولیدنه وکړي او په بخاراپوهنتون کې به ډیپلوماټانو او د دې پوهنتون محصلینو او استادانو ته وینا هم وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي، د منځنۍ اسیا هېوادونو په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی شاکر کارګر، د جمهوررئیس سلاکاران فضل محمود فضلي او شهرزاد اکبر او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0