په لښکرګاه کې د ولسي جرګې د نوماند دفتر کې د تررویستي پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  د ثبات او ولسواکۍ دښمنانو نن د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د ولسي جرګې د نوماند ښاغلي صالح محمد اڅکزي پر دفتر دتروریستي برید په پایله کې د نوموړي په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغه تروریستي برید د غندنې پرمهال وویل، افغانان چې په ولسواکۍ او خپل روښانه راتلونکي ټینګ باور لري، تروریستان او د دوی ملاتړي به پرېنږدي چې په افغانستان کې د ولسواکۍ بهیر ټکنی کړي.

جمهور رئیس د  امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټاکنیزو کمپاینونو بهیر او د نوماندانو د امنیت تامین ته لا زیات پام وکړي، ترڅو نوماندان په امن او خوندي فضا کې خپلې ټاکنیزې برنامې له ولسونو سره شریکې کړي.

د هېواد جمهوررئیس د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ  شهیدانو ته د خدای تعالی (ج) په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.