په جلال اباد کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو نن له غرمې مخکې د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د تروریستي برید په پایله کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهور رئیس غني چې دا مهال په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانوکنفرانس کې د ګډون په موخه په رسمي سفر دی، د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو ترڅنګ وویل، د افغانستان دښمنان د دغه ډول جنایتونو په ترسره کولو سره د سولې او ثبات په اړه زموږ د هېوادوالو د هیلو او اجماع د کمرنګه کولو په هڅه کې دي، مګر دوی به هیڅ وخت زموږ خلک او حکومت د سولې له اساسي لومړیتوب څخه شاته نه کړي.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په خاطر په ملي، سیمه‎ییزه او بین المللي کچه اجماع رامنځته شوې او د سعودي عربستان په جده کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د اسلامي هېوادونو د دیني علماو کنفرانس چې همدا اوس هم جریان لري د دې اجماع ښکارندوی دی او د افغانستان حکومت د همدې اجماع پر بنسټ په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې او ثبات تامین ته ژمن دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته د ټپیانو د ښې درملنې او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په خاطر لازمې لارښوونې کړې.

شریک کولShare on Facebook986Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0