په کندهار کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په ژورې خواشینۍ سره چې تروریستانو د خپلو جنایتونو او وحشتونو په دوام، نن د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره د دیني مدرسې زده کوونکي  شهیدان او ټپیان کړل.

تروریستي ډلې د پردیو په لمسون د افغانستان د وروسته پاتې والي، د هېوادوالو په ځانګړي ډول د ماشومانو د بدمرغه کولو، وېرې او وحشت خورولو لپاره حتی پر معصومو ماشومانو او زده کوونکو هم بریدونه کوي او له همدې امله ورځ تر بلې له دوی څخه د خلکو کرکه او نفرت ډېرېږي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغه تروریستي برید د غندلو ترڅنګ دشهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او مسوولینو ته یې د شهیدانو کورنیو سره د مرستې او د ټپیانو د درملنې لارښوونه وکړه.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0